پکتیا: طالبانو د مرکز اړوند سیمه کې د محلي پولیسو پوسته نیولې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۴)
د پکتیا ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې طالبانو د مرکز ګردیز اړوند د ساده کلا په سیمه کې د محلي پولیسو (اربکیانو) د وثیق په نامه پوسته نیولې.
سیمیزې سرچینې وایي؛ طالبانو تیره شپه پر یاده پوسته د لیزري وسلو په مټ برید کړی چې ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینې وایي؛ د طالبانو په دې ناڅاپي برید کې ۶ اربکیان وژل شوي دي او د ۴ کلاشینکوفونو یوې پیکا او یو را کیټ په ګډون ګڼ مهمات د طالبانو لاسته لویدلي.
طالبانو ویلي؛ چې د پوستې دنیولو پرمهال یې پر راغلو کومکي عسکرو هم بریدونه کړي اود مرستندویه ځواکونو ۵ عسکر یې وژلي.
طالبانو همداراز ویلي چې په دې نښته کې یې ملګرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د پکتیا ځایي چارواکو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
بل پلو له همدې سیمې لږ ورآخوا د زرمت ولسوالۍ د نیکنام په سیمه کې هم طالبانو پر یوه پوسته بریدونو خبر ورکړی، چې د پوستې د نیولو سربیره یې د ۸ تنو امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا هم کړې.
طالبانو په دې نښته کې دخپل یو ملګري د وژل کیدو او یوه د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.



