د پاکستان سترې محکمې نواز شریف د تل لپاره بې صلاحیته کړ

د پاکستان سترې محکمې پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لېګ ن ګوند مشر نواز شریف د تل لپاره ”بې صلاحیته“ وباله.

د پاکستان سترې محکمې نن جمعه په خپلې یوې تفصیلي پرېکړه کې ویلي چې د اساسي قانون د (۶۲ -۱-ایف) مادې له مخې نواز شریف نور د ژوند ترپایه په سیاسي فعالیتونو کې برخه نشي اخیستلای او نه د پارلمان غړی کېدای شي.

په ۶۰ پاڼو کې لیکل شوې پرېکړه کې ویل شوي، ”کوم کس چې رښتینی او امانت ساتونکی نه وي، اساسي قانون هغه د ژوند تر پایه بې صلاحیته کوي.“

۶۸ کلن نواز شریف، چې درې ځله یې د پاکستان د لومړي وزیر په صفت دنده ترسره کړې، تېر کال د نوموړي پر کورنۍ د فساد او درغلي د تورونو له امله له دندې ګوښه شوی و.

نواز شریف او د هغه کورنۍ له هغه وروسته په درغلي او فساد کې ښکېل وبلل شول کله چې په ۲۰۱۶ز کال کې د ”پاناما پېپرز“ په نوم د سیاستمدارانو او شتمنو کسانو د شتمنې په اړه ۱۱میلیونه اسناد خپاره شول. دې اسنادو ښودل چې د نړۍ ستر سیاستمداران او سوداګر کسان په خپلو هېوادونو کې له مالیاتو د خلاصون په موخه له هیواده بهر شرکتونه جوړوي.

په پاناما پیپرز کې د نواز شریف د زامنو په ګډون د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بېنظیر بټو هم له مالیاتو په تېښته کې ککړه بلل شوې وه.

د دغو اسنادو له بربنډېدو وروسته نواز شریف په پاکستان کې تر سخت فشار لاندې راغلی. د پاکستان تحریک انصاف ګوند له نوموړي د استعفا غوښتنه کوله، چې بالاخره تېر کال د پاکستان سترې محکمې نوموړی نااهل اعلان کړ او له دندې ګوښه شو.

د پاکستان سترې محکمې په نننۍ پرېکړه کې د نواز شریف تر څنګ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند سرمنشي، جهانګیر ترین، هم د تل لپاره بې صلاحیته اعلان کړ.

د پاکستان د اساسي قانون د (۶۲ -۱- ایف) مادې له مخې، بې صلاحیته او ”نااهله“ اعلان شوي کسان په راتلونکو ټاکنو کې برخه نشي اخیستلای. ټاکل شوې چې د پاکستان پارلماني انتخابات د روان کال په جولای میاشت کې ترسره شي، چې، د شننونکو په اند، د نواز شریف نااهله اعلانېدل ښايي اغېز پرې وکړي.

د نواز شریف ورور او د پنجاب اعلی وزیر، شهباز شریف، د محکمې له پرېکړې وروسته پر خپل ټویټر لیکلي چې موږ تل د قانون پر واکمنۍ او بې طرفه قاضیانو باور کړی دی، ”د محکمې له پرېکړې سره سره به زموږ ګوند د نواز شریف تر لارښوونې لاندې د هېواد تر ټولو ستر ګوند وي.“

نوموړي همداراز ویلي چې د نواز شریف په څېر رهبر ”د خپل ګوند د لارښوونې روان ساتلو او د خلکو د خدمت لپاره“ کوم رسمي دفتر ته اړتیا نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button