(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۴)
وروسته تر هغه چې د امریکایي ولسمشر له خوا د سي آی اې پخوانی رئیس مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د دې هیواد کانګرس ته ور وپیژندل شو ، دهغه څرګندونو د یو شمیر سناتورانو نیوکې او غبرګونونه راپارولي.
سناتورانو له پمپیو څخه پوښتلي و ،چې نوموړی په افغانستان کې د جګړو د دوام که د پایښت ملاتړ کوي؟ نوموړي یې د طالبانو تر ځپلو پورې پر دوامداره جګړې ټینګار کړی و.
تازه د جمهوري غوښتونکو له ډلې د “کنتاکي“ آیالت سناتور “رندپال“ ویلي چې نوموړی د پمپیو له ټاکلو سره د افغانستان د موضوع پر سر جوړ نه دی.
رندپال زیاتوي؛ ټرمپ باید خپله ژمنه چې له افغانستان څخه د تولو پوځي ځواکونو وتل و او نوموړی یې په ټاکنو کې بریالیتوب ته ورساو ؛پوره کړي .
د پال په خبره؛ نوی د بهرنیو چارو وزیر غواړي افغان جګړه لا وغځوي نو له همدې امله ټاکل یې امریکایي ولس ته خورا بدې پایلې لري.
دغه امریکایي سناتور یوځل بیا ټینګار کړی چې د ۱۱ سپټمبر عاملین ووژل شول او په افغانستان کې اوس هیڅ شتون نه لري نو له همدې امله په افغانستان کې نور پاتې کیدل بې ګټې دي.
اټکل کیږي چې ۱۰ تنه نور سناتوران به هم د پال پر قدم پل کیږدي او مایک پمپیو ته به د رد رایه ورکړي.
رندپال تر دې وړاندې ویلي و، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ورځ باید په شانداره مراسمو ولمانځل شي.
د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو چارو کمیټه ۲۱ غړي لري چې د رندپال دریځ پکې سنبولیک اهمیت لري.
















