سيګار: له افغان او امريکايي ځواکونو د ميليونونو ډالرو په ارزښت د تيلو غلا شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۵) د افغانستان لپاره د امريکا د څار اداره يا سيګار وايي، له افغان او امریکايي ځواکونو څخه په افغانستان کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت تيل غلا شوي دي.

سيګار تېره ورځ په تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې له افغان او امريکايي ځواکونو څخه د تيلو غلا په يوه کاروبار بدله شوې ده.

د سيګار په راپور کې راغلي، چې د افغان او امريکايي ځواکونو ۱۵۴،۴ میليون ډالرو په ارزښت تيل غلا شوي دي.

سيګار وايي، پنټاګان له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۶م کال پورې په افغانستان کې د پوځي عملياتو لپاره د ۱۰،۶ ميليون لیتره تيل برابر کړي و چې نږدې ديارلس میليارده ډالرو ارزښت لري.

د امريکا د دفاع وزارت د اټکل له مخې، افغان امنیتي ځواکونه په يوه کال کې څلور اعشاريه نهه ميليون ليرته تيلو ته اړتيا لري.

اوس مهال په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د تيلو د ورکړې او هغوی ته د انتقال د څارنې کومه ډله نشته خو په راپور کې راغلي چې ښايي په راتلونکې کې پنټاګان د داسې سيستم په رامنځته کولو غور کوي چې د تيلو غلا بنده شي.

تر اوسه افغان حکومت د سيګار د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې، هم داسې راپورونه ورکړل شوي چې افغان ځواکونه د تيلو په غلا کې لاس لري او د هېواد له بيلابېلو سيمو داسې انځورونه او ويډيوګانې په خواله رسنيو کې ليدل کېږي چې پوليس او د افغان پوځ منسبوین د دولتي ځواکونو له رينجرو، د تيلو له ټانکونو او نورو نقليه وسایطو د تيلو غلا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button