فراه: ښکیلو غاړو یو او بل لوري ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۵)

په فراه ولایت کې دولتي ځواکونو طالبانو ته او طالبانو بیا دولتي عسکرو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کړې.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتي اعلامیه وایي چې دولتي ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د ګنج آباد او شیوان په سیمو کې د پیل شویو عملیاتو په لړ کې ۱۳ وسلوال طالبان وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.
اعلامیه زیاتوي؛ د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو درۍ مرکزونه له منځه وړل شوي او د هغوی څو وسایط هم ویجاړ شوي دي.
خو طالبانو بیا د دولتي ځواکونو ادعا له حقیقت څخه لرې بللې او رد کړې یې ده.

په عین حال کې طالبانو ادعا کړې چې د دې ولایت د مرکز په دهیک سیمه کی یې د ګډوځواکونو پر کاروان بریدکړی چې په خبره یې په دې برید کې ۷ عسکر وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.
طالبانو د ګډوځواکونو د څو وسایطو د له منځه وړلو او یو شمیر نورو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

باید وویل شي چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو او افغان عسکرو له خوا وروسته ترهغه عملیات پیل شول، کله چې د دې ولایت والي بصیر سالنګي ځایي خلکو ته خبرداری ورکړ چې یا دې کورونه پریږدي او یا دې د ناټو ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو ته ځان چمتو کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button