(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۵) د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد راډيو ته د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او درې تنو نورو د ټپي کېدو خبر تاييد کړی په خبره يې چې تر اوسه معلومه نه ده چې مرمۍ له کوم لوري وار شوې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په سيمه کې د دولتي ځواکونو عمليات روان دي ښايي د هغوی له لوري توغول شوې وي.
هاوان مرمۍ د کمال خان په نوم د يوه سيمه ييز استوګن په کور لګېدلې ده.
عمر ځواک وايي، په دې اړه يې له مسئولو کسانو پلټنې پيل کړي او وروسته به يې له رسنيو سره شریکې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د دولتي ځواکونو په عملياتو کې د توپونو او هاوانونو مرمۍ په کليو او کورونو لګېږي بلکې تر دې مخکې هم د عملياتو پر مهال پر دولتي کورونو د هاوان او غټو توپونو مرمۍ لګېدلي چې خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
















