وسله وال بريد کې د شهرصفا ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۵) په کندهار کې د وسله وال بريد په ترڅ کې د زابل د شهرصفا ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شو.

د کندهار والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي، پر امنيه قومندان ګل احمد ګراني باندې نن شاوخوا دوولس بجې د نهمې امنيتي حوزې اړوند د جادې په سيمه کې وسله وال بريد شوی.

د عزيزي په خبره، په بريد کې د شهرصفا امنيه قومندان وژل شوی او د هغه يو ساتونکی ټپي دی.

نوموړی له تېرو څو کلونو راهيسې د زابل د شهرصفا ولسوالۍ امنيه قومندان و.

تر اوسه د بريد مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی، خو په وروستيو کې په کندهار ښار کې د طالبانو چريکي بريدونه ډير شوي چې زياتره وخت امنيتي منسوبين او د پوستو قومندانان د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button