کېنیا کې د ناروغ پر ځای د روغ انسان عملیات

ډاکټر فصیح الله عمرزی

جګړه او دې ته ورته ستونزې دي چې له امله یې هېوادوال له ډول ډول ناروغیو سره مخ دی. د هېوادوالو ناروغي دومره زیاته شوې ده چې اوس د هېواد په روغتونونو کې د ناامنیو له امله د عملیاتو مسلکي ډاکټران نه لیدل کېږي.

دا خو زموږ د حکومت کمزوري ده چې مسلکي او وړ کدرونه یې له لاسه ورکړل او په بېلابېلو ناروغیو اخته مریضان یې په ملا ماتوونکو تاوانونو نورو هېوادونو ته په تللو اړ ویستل.

لوستونکو ته به د خپلې سیمې د ډېرو نالوستو او جعلي اسنادو ډاکټرانو عملیات او د ناروغو غاښونو پر ځای د روغو غاښونو ایستل یاد وي. خو هغه هېواد چې ستونزې یې هم کمې وي، جګړې هم پکې نه وي، ډاکټران یې هم تجربه لرونکي وي او د ناروغ انسان پر ځای روغ عملیات کړي، د حیرانتیا وړ خبره ده.

د کېنيا په کېنياټا روغتون کې، ډاکټرانو د ناروغ پر ځای بل روغ سړی عمليات کړی او تر عمليات وروسته پوه شوي دي چې روغ انسان يې څېرلی دی.

 د کېنیا رسنېو لیکلي، اوس د همدې عملیات له کبله د ډاکټرانو د څلور کسیز ټیم دندې ځنډول شوې او تر پوښتنو لاندې نیول شوي دي.

د کېنيا کېنياټا روغتون
د کېنيا کېنياټا روغتون

 د دې روغتون ريیس ليل کوروس رسنیو ته ویلي، په یوه وخت کې دوه ناروغان روغتون ته وروړل شوي چې د یوه یې په ماغزو کې وينه غوټه شوې وه او بل يې د معدې سوخت درلود.

ډاکټرانو د معدې د مریض نس ورڅیرلی او د ماغزو ناروغ ته يې يو دوه د معدې ګولۍ

ورکړې او کور ته يې لېږلی دی. وروسته مالومه شوې چې د روغ انسان سر يې عمليات کړی او ناروغ يې کور ته لېږلی.

اوس د روغتون مشر ډاکټر که له یوې خوا پر دې بې پروايي اندیښمن دي خو  وايي، په دې خوشحاله دی چې دواړه ناروغان ژوندي پاتې دي او د دواړو ناروغانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button