ننګرهار: د جلال اباد په هوايي ډګر توغندي وار شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۷) په ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو په ستره هوايي ډګر او پوځي مرکز توغندي وار شوي دي.
هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، تېره شپه د جلال اباد له جنوبي خوا چپرهار ولسوالۍ له لوري څخه پر هوايي ډګر توغندي توغول شوي چې د ميدان په داخل کې لګېدلي دي.
د سرچينې په خبره، د توغنديو لګېدو له کبله بهرنيو ځواکونو ته مالي او ځاني زيان اوښتي خو په اړه يې کره معلومات نه لري.
طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په يوه ټويټ کې بهرنيو ځواکونو ته د ځاني او مالي زيان اړولو ادعا کړې ده.
طالبان وخت ناوخت په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په لويو نظامي مرکزونو او هوايي ډګرونو د توغنديو بريدونه کوي، چې بهرنيانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، خو هغوی يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.


