د افغانستان او ترکيې تر منځ هوايي دهليز پرانيستل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۷) د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونه وايي، راتلونکې مياشت به د کابل او استانبول تر منځ د هوايي دهليز پرانيسته وشي.
د دغې خونې د عامل پلاوي رئيس عتیق الله نصرت وايي، په وروستيو کې د افغانستان او ترکيې تر منځ سوداګري کمه شوې وه خو زياتوي چې د هوايي دهليز په پرانيستلو سره به يوځل بيا د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري زياته شي.
تېر کال د هندوستان او افغانستان تر منځ د هوايي دهليز پرانيسته وشوه چې اوس مهال له دې لارې هند ته افغاني محصولات صادرېږي.
دا مهال د افغانستان او ترکيې تر منځ څلورسوه ميلويون ډالره سوداګري کېږي چې زياتره يې وارداتي برخه جوړېږي خو صادرات کم کېږي.
د سوداګرۍ خونې مسئولين وايي، هڅه کوي چې هغه هېواد ته د افغاني صادراتو لپاره بازار پيدا کړي.


