(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، ۲۸) د غور سيمه ييز امنيتي مسئولين وايي، نامعلومه وسله والو نن سهار د هرات- غور پر لويه لاره شپږ مسافر وژلي دي.
د غور د پوليسو وياند اقبال نظامي وايي، نا پېژداندو وسله والو د غور مرکز فيروزکوه مربوط “بره خانه” سيمه کې د مسافرو يو فلانکوچ موټر ودرولی او پر لس کسانو يې ډزې کړي دي.
د نظامي په وينا، په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او څلور تنه نور سخت ټپيان دي.
د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي هم پېښه تاييدوي وايي، په دې موټر کې د هزاره قوم کسان سپاره و غوښتل يې چې له هرات ولايت څخه غور ولايت ته ولاړ شي.
د هغه په خبره، د امنیتي ځواکونو يو پلاوی سيمې ته رسېدلې دی څو د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات وکړي.
تر دې دمه د دغې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مسافر کومې مذهبي ډلې پورې تړاو لري خو تر دې مخکې د شيعه مذهبي وګړو سره ورته ډول پېښې رامنځته شوي چې پړه يې داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستې ده.


















