(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۸) د غور ولايت امنیتي مسئولین وايي، په دغې ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون درې کارکوونکي او دوه پوليس تښتول شوي دي.
د دغې ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال نظامي وايي، نن ماسپښين مهال د فېروزکوه ښار په الله شهر سيمه کې وسله والو طالبانو د ټاکنو کمېسيون درې غړي او دوه پوليس تښتولي دي.
د هغه په خبره، د تښتول شويو کسانود بېرته خوشې کولو لپاره يې هڅې پيل کړي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې نن غور په مرکز کې نا معلومه وسله والو د مسافرو پر يوه فلانکوچ موټر ډزې کړې وې چې په ترڅ کې يې د چارواکو په وينا لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځينو سرچينو يې او سيمه ييزو چارواکو يې پړه پر طالبانو اچولې وه خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوې خبرپاڼې کې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي وايي: (پېښه د کابل ادارې د حاکميت په ساحه کې شوې ده) زياتوي چې (دغه پیښه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې هیڅ تړاوو نلري، اونه هم په نوموړې سیمه کې مجاهدین شتون لري او نه مجاهدین ملکي خلک وژني).















