ننګرهار: د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې يوه مېرمن وژل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۳۰) تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي کې عمليات کړي چې حکومتي چارواکي د څلورو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي خو ځايي اوسېدونکي وايي په دې عملياتو کې يوه مېرمن هم وژل شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، په عملياتو کې طالب قومندان عبدالله په ګډون چې په مظلوميار مشهور و سره د څلورو طالب وسله والو وژل شوی دی.
نوموړی وايي، ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې شپږ تنه شکمن کسان هم نيولي چې اوس ترې پلټنې روانې دي.
خو يوې سيمه ييزې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل: دغه عمليات چې د احمدخيلو قريې د ميرزاخيلو کلي کې ترسره شوي پکې د ميرزاخيلو د ملک ميرهاشم خان د کورنۍ يوه مېرمن هم وژل شوې ده.
طالبانو تر اوسه د خپلو وژل شويو ملګرو په اړه څه نه دي ويلي.
ډېر کله د ملي امنيت ځانګړي ځواکونه او ګډ ځواکونه د هېواد په بيلابېلو ولايتونو کې شپني عمليات کوي چې پکې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته پاملرنه نه کېږي او زياتره وخت پکې ولسي وګړي وژل کېږي.



