امریکا: په تیره یوه میاشت کې مو د افغانستان په مختلفو سیمو۳۵۰ هوایي او توغنديز بریدونه کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۳۰)

د امریکا د مرکزي قوماندې دفتر وایي؛ چې په تیره یوه میاشت کې یې د افغانستان په مختلفو سیمو سلګونه هوایي او توغندویز بریدونه کړي.
د فاکس نیوز د خبر تر مخه؛ د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي؛ دیوې میاشتې په بهیر کې د افغانستان په بیلابیلو نقاطو کې ۳۵۰ هوایي بریدونه شوي چې دا دعراق دجګړې په نسبت څو چنده زیات بریدونه دي.

امریکا داسې مهال د دې بریدونو له زیاتوالي خبر ورکوي چې په ځلونو د هیواد د ولسي جرګې او نورو چارواکو ویلي چې دا ځواکونه په لوی لاس ولسي خلک په نښه کوي.

د امریکایي ولسمشر د نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته په افغانستان کې د هوایي بریدونو د تیرو کلونو په نسبت شمیر څلور چنده زیات شوی.

سیاسي کارپوهان وایي چې د امریکا جګړیزه ستراتیژي نه شي کولی طالبان کمزوري کړي او که وضعیت دا ډول دوام وکړ ښایي ډیری ولسونه یې پرضد پاڅون ته اړ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button