بغلان: د طالبانو محکمې د بې ګناه سړي قاتل قصاص کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۳۰) طالبانو په بغلان ولايت کې د يوه بې ګناه سړي پر قاتل د قصاص حکم پلی کړ.
د طالبانو د رسمي ويب پاڼې (الاماره) څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې نوموړی قاتل (د اسلامي امارت د دروګونو محکمو) د پريکړو له مخې نن غرمه يوولس بجې د خلکو پر وړاندې قصاص شوی دی.
د سرچينې په وينا، لومړی د مقتول له وارثينو غوښتنه وشوه چې قاتل ته وبخښي او قصاص په ديت بدل کړي خو د قاتل ورثوو ونه منله او بالاخره د قصاص حکم پرې پلی شو.
د طالبانو محکمې تر دې مخکې هم په هلمند او يو شمير نورو ولايتونو کې د بې ګناه کسانو قاتلين قصاص کړي دي.



