راتلونکی نسل به په چا فخر کوي ؟؟؟

لیکوال : محمد زبیر هاشمي
وخت ډیر قیمتي ده چاچې يې قدر کړی وخت ورسره ښه ملتیا کړی ده هغه شخص يې په نور انسانانو باندی اوچت کړی ده، داسي نوميالي شته چې هغوی اوس نشته خو وخت يې ورته اوس هم نوم ژوندی ساتلی دی .
وخت د داسي ځوانانو په ښو کارنامو باندی چپ نه دی پاتی بلکې د ستایلو ګواهي ورباندی کوي او تاریخ يې ورته مړکیدو ته نه پریږدي .
د هر زمانې نوي ځوانان د کوشش کوي چې د تیرو ځوانانو تاریخونه وګوري چې خپل ژوند د هغوی په نقش قدم تیرکړي، دغه ځوانان د وګوري چې موږ نه مخکی ځوانانو کومې اتلولی د ژوند هر ډګر کې کړي دي؟ دهغه چا تاریخ وګوري کومو چې د خپل هیواد دخاوري حریم په دفاع کې يې نه ستړي کیدونکی هلې ځلې کړي وي او خپل ټاټوبی يې پردیوته نه وي پریخی.
اوسني ځوانان احمدشاه بابا ،شهاب الدین غوري ته ځانونه منسوبوي په اتلولی کې ، دا ولی ؟
ځکه دوی خپل وخت کې میړانه کړی ده، چا چې ورته په بد نظر کتلي دهغوی يې سترګي باسلي دي همداسي باتورې پیغلې ځانونه ملالې میوندې پوري تړي .
دغه پلوي ددې په خاطر کوي چې دوی خپل وخت دښمنانو ته يې غاښ ماتونکی ګزارونه ورکړي دي چا ته يې چې ګوزار ورکړی هغوی اوسه پور ویریږي او په اتحاديه ډول افغان بچي نه خپل انتقام اخلي .
زموږ نه ورسته به راتلونکی نسل په چا په فخر کوي ؟؟؟
په هغه ځوان به فخر کوي !!!
چې د اشغالګرو سره اوږه په اوږه ولاړوی او حال دا چې اشغالګرو ورته امام شهید کړی، محراب شهیدکړی ، ماشومان يې شهیدان کړي ښځي يې ورته شهیدانې او اسیرانې کړي دي .
ددې باوجود روزنتون يې ورته بمبار کړی ، روغتون يې ورته بمبار کړی په محفلونه، ودونو باندی ورته بمبار کړی او د ژوند هرښکلی شیبه يې ورته په غمونو بدله کړی ده .
اشغالګرو لیوانو شرنه زنده سرې څه کی چې شنه بوټي هم په امن کې نه دي ، دغه ټول حلات بی احساسه ځوان ويني خوبیا هم ورسره مرسته کوی او د اشغالګرو موجودیت تقویه کوي په خپل مټ باندی .
همداسي بې ضمیره لیکوالان په قلم ، ژبه باندی څلورویشت ساعته داشغالګرو صفت کوي جرمونه يې ورته ټول پټه وي او پرلتونه ورته کوي، د دوسوه ډالرو لپاره ورته تبلیغات کوي .
که په هغه ځوانانو باندی فخر کوي!!!
چې د خپلو نیکونو لار يې تعقیب کړی ده خپلی نازکی غوښې يې په باروتو ،مرمیو وسوځولی خو اشغالګرو ته يې دڅاه اخستلو موقع ورکړی نه ده .
ګرانه لوستونکیه ته ورته فکر وکړه !
چې راتلونکی افغانانو نسل به چا فخر کوي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button