(کابل ټکی کام ۱۳۹۷وری ۳۱)
د امریکا د سرپلټونکې ادارې(سیګار) مشر جان سپکو ویلي؛ چې ممکنه نه ده تر ۲۱۰۰ کال پورې د افغانستان ټولو ښارونه او سیمو ته بریښنا ورسول شي.
سپکو دا راپور د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تیرکال د اګسټ د میاشتې د مکتوبونو په استناد چمتو کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د بریښنا سیستم یو لاس نه ده او خپلواک سیستم هم نه لري په داسې حال کې چې ۸۰ سلنه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو څخه پیري.
په راپور کې وړاندې راغلي؛ دا افغانستان دولت هم اټکل کوي چې تر راتلونکو ۸۲ کلنو پورې ممکنه نه ده چې د افغانستان ټولو نقاطو ته بریښنا ورسیږي.
سپکو تر دې وړاندې د امریکا له خوا د بریښنا رسولو د پروژې پرضعیف مدیریت هم نیوکه کړې وه او په دې برخه کې یې ۶۰ میلیون ډالرو ضایع کولو باندې انتقاد کړی و چې ګواکې رغول شوې پروژې کافي استحکام نه لري او د خلکو پر کورونو یې د سقوط اټکل زیات دی.
سیګار داسې وخت له دې راپور څخه پرده پورته کوي چې افغان حکومت په وار وار ژمنې کړې چې په لنډ وخت کې به د افغانستان ټولو سیمو ته بریښنا ورسوي او د بریښنا د بیل قیمت به هم ارزانه کړي،خو امریکا بیا د روان نسل تر وجود پورې د افغانستان ټولو سیمو د بریښنا له رسولو انکار کوي او زیاتوي چې ممکنه نده چې داچاره تر څه باندې ۸ لسیزو بشپړه شي.


















