حمزه حسیني
دا ځانته موضوع ده چې جمهوري نظام او ټول ټاکنې یې په اسلام کې جواز لري او که نه؟ هو دومره ویلی شوو چې جمهوري نظام د کفري نړۍ او کفارو لخوا ترتیب او رائج شوی دی؛ فلهذا له اسلام سره کوم اړخ نه لري ځکه د جمهوري نظام تعریف نه معلومیږي “خلکو جوړ کړی قانون، د خلکو لپاره او په خلکو باندې” چې د تعریف یو جزء یې هم له اسلامي قانون سره سمون نه خوري.
رابه شوو خپلې موضوع ته هغه دا چې افغانستان دمګړۍ د کفري نړۍ تر اشغال لاندې دی چې د هغوی کوم یو شخصیت منظور النظر وي، د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی یې اعلانوي او تش په نوم یې د ولسمشر په حیث تر نمایشي واک رسوي.
که مونږ سابقه ټاکنو او درغلیو ته نظر وکړ او ځیر شو؛ پرېکړه به وکړو چې یادې ټول ټاکنې هسې نمایشي او غولونکې دي او د مظلومو هیوادوالو په سترګو کې خاورې اچول دي؛ ځکه همدغه کفار چې څوک هم بریمن اعلان کړي بیا د رایوو شمېر او فیصدي ته هیڅ اعتبار نه ورکوي.
له همدې امله مونږ د سوشل میډیا او رسنیزو خبرونو له مخې وینو او اورو چې د راتلونکو ټول ټاکنو بهیر پیکه دی او هیوادوال هیڅ کومه لېوالتیا نه ورته ښیي ، ځکه پوه شوي چې ټاکنې تش په نوم دي او د رایوو شمېر ته کوم اعتبار نه ورکول کیږي.
پرون په کابل کې د ملي دفاع وزارت لخوا یوه غونډه جوړه شوې وه چې افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان نیکولسن پکې وینا وکړه او خلک یې رایو اچونو ته وهڅول، خاصکر د ښځو ګډون یې تر اندازې زیات مهم وباله او زیاته یې کړه چې رڼې ټاکنې د ملي یوالي حکومت ته قانوناً مشروعیت ورکوي.
د جان نیکولسن دغه څرګندونې څو اړخونه لري
ځکه چې ولسمشر د همدوی په خوښه مقرریږي نو به هیوادوالو ته د ولسمشر غني په څېر غلامه نانزکه په تخت کېنوي؛ چې د خپل حریم نه د دفاع جرأت به یې له لاسه ورکړی وي، تش د مادیاتو طلبي به وي او بس.
آخر کې ټولو مسلمانانو ته وایم چې مساجد د عبادت ځایونه دي باید د غلامو ټول ټاکنو په مراکزو بدل نشي کنه نو په دردناک عذاب به مبتلا شئ ځکه دا د شعائرالله توهین او بې احترامي ده.


















