شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

دحکومتي شناند سره د بااحساسه خبریال مرکه ( تخيیل)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 20, 2018
کټګوریانې: ادب, ادبي ليکنې
0
رسنۍ

رسنۍ

249
ځلې شریک شوی
221
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : عزام حقاني

خبریال :  السلام علیکم

دا هم ولولئ

غزل/ انس حقاني 

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

د عبیده پلار ته!

شناند:  وعلیکم السلام.

شناند : څه حال ده جوړ یې؟

خبریال : الحمدلله ښه یم تاسو څنګه یاست؟

شناند : موږ هم ښه یو.

خبریال څه حال دی؟  ویل کیږي چې بیامو انتخابات او ټاکنې پیل کړې؟

شناند : حالت نورمال دي او زموږ په ګټه روان دي ، او نور هم د ښه کیدو په خوا دي ، دنړیوالو پوره پوره همکاري ده چې ژر به افغانستان د لندن او پاریس د ښارونو په څیر جوړ کړو او د سیالانو سیال به یې کړو .
او دادی اوس یو ځل بیا ټاکنې او انتخابات دي چې افغانان به په ازادانه او خپل اختیار سره چې څوک یې خوښ وي د هیواد لپاره او دپارلمان لپاره اتنخاب کړي.

خبریال :  نو افغانان به څنګه زړه ښه کړي چې راشي او رأیه ورکړي ځکه په تیر ځل ټاکنو کې د افغانانو رایې او نظر ته هیڅ احترام ونشو ،  بلکه د مشرۍ او زعامت لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جانکیري لخوا په کابل کې د امریکا په سفارت کې   دوه کسان انتخاب او د ملي وحدت په نوم حکومت یې رامنځته کړ ،
چې دافغانستان په تاریخ کې تر ټولو ناکامه او د پردیو ګټو ته ژمن حکومت ده. 

شناند : دا وار به افغانان په خپله څوک انتخابوي او چې هر چا زیاتي رأیې یو وړې هغه به مشر وي ، او دا د ټولو افغانانو حق ده چې رایه وکاروي.
هو ! که یې څوک نه ورکوي هم کومه پروا نه لري بیله انتخاباتو به یو څوک وټاکو ، څه سخت کار خو نه ده.
خبریال :  نو بیا انتخابات دڅه لپاره کوئ؟

شناند :  ددي لپاره چې افغانانو او نړیوالو لپاره زموږ سره یو دلیل شي چې بیا مخ راوا نه ړوي چې تاسو د ولس په رایو نه یاست راغلي . 
نو ځکه په انتخاباتو باندي زیات مصرف او ستړیاوي کوو چې دولس خوله وروتړو چې بیا ونه وایې چې دایو فاشیستي او دیکتاتوري نظام ده ، دهمدې لپاره مو د انتخاباتو پروسه شروع کړې ، او خلک په زور مجبوروو چې رای کارت واخلي او په دي پروسه کې ګډون وکړي.

خبریال : نو خلک خو اوس هم پوهیږي او پوه شوي دي چې داشغال او یرغل او یا دپردیو تر واک لاندي هیواد کې دهغه ولس او خلکو نظر ته کوم احترام نشته بلکې په اشغال شوي ملک کې انتخابات یو جعلي ،  غولوونکې او اشغال اوږدوونکې پروسه ده ،  چې نور هم دهغه هیواد او خلکو ستونزي او مشکلات ډیروي او د اشغال د دوام لپاره زمینه سازي کوي .
  نو دا څنګه ارزوئ چې زیاتره افغانان اوس نه غولیږي او پوه شوي دي؟

شناند : د دي لپاره موږ پوره ترتیبات نیولي دي ملایان ، سیاسون ، پوهان ، خبریالان او رسنۍ او نور ډیر کسان مو خریداري کړي دي چې په ولس کې داسي زهنیت سازي وکړي چې که تاسو رأیه ورنه کړئ ستاسو مقابل جانب (دپښتنو په سیمه)  کې دري زبانان او نور اقلیت قومونه راځي او واک ته رسیږي چې بیا به ستاسو حقوق تر پښو لاندي کوي ، او همدارنګه د دري زبانانو په منطقه کې بیا هغو ته داسي وایو چې پښتانه او نور قومونه ستاسو ځای نیسي چې بیا به ستاسو په حقوقو تیری کیږي او څه به په لاس نه درځي.  دا دیته ورته له نورو ډول ډول غولوونکو لارو او طریقو څخه کار اخلو ، او بل تر ټولو مهم شی چې زموږ سره شته او هر څوک ورباندي اخستلی شو هغه پیسې دي چې په دي سره مو ډیر کسان اخیستي دي.

او هغه خلک چې وایې دلته اشغال دی او بهرنیان دي هغو ته وایو چې بهرنیان زموږ په انتخابولو او انتخاب کیدلو کې لاسوهنه نه کوي ، دا چې څوک وایې چې دا اداره او حکومت د امریکایانو ده څوک چې یې خوښ دی هغه یې اوس لاټاکلی دی او ټاکنې هسي د خلکو دتیر ایستلو لپاره دي ددي لپاره مو هم رسنۍ او یو شمیر علماء خریداري کړي دي او هغوئ هر وخت دا وایې چې دبهرنیانو شتون دافغانانو په ګټه ده او په مقابل کې یې دریدل له هیواد او خلکو سره دښمني ده.

#یادونه#:  پورتنۍ خبري له حکومتي شناند څخه په غلطۍ وشوې ده نه غوښتل چې له رازونه پرده پورته کړي خو په اشتباه ځیني وشوې.
اوبل دا خبره چې تاسو د اکثرو افغانانو خبره وکړه ، د اکثرو په کیسه کې موږ نه یو که ګډون کوي او که یې نه کوي ، بلکه زموږ لپاره هغه خلک مهم دي چاچې زموږ هره کړنه په پټو سترګو منلې او مني یې ، نو زموږ مطلب همدا کسان دي ، که د اکثرو خبره شي اکثره سیمه دهیواد دطالبانو په لاس کې ده او زیات شمیر افغانان هلته اوسیږي ، نو ددغو خلکو په خبره موږ هیڅ باور نه لرو او نه یې نظر ته احترام لرو.
او همدا خلک خو زموږ دښمنان دي او عملا په جګړه کې راسره دي.
چې دپنجابیانو او نورو هیوادونو دګټولپاره خپل هیواد ورانوي .
$دلته$ یې بیا دحکومت اصلي څیره خلکوته وښووله .
خبریال  : ستا دا خبره موږ اکثریت مکثریت ته نه ګورو ، نو ایا د ډیموکراسۍ د اصولو خلاف نه ده ، ډیموکراسي کې خو اکثریت ته زیات احترام کیږي او دلته خو اکثریت خلک دا نظام نه غواړي او د امریکایانو وتل غواړي ؟
شناند :  دلته زموږ مراد هغه اکثریت ده چې د ډیموکراسۍ د اوصولو په رڼا کې وي ، او هغه اکثریت چې ډیموکراسي دنظام په حیث مني ، اوبل په ډیموکراسي کې د دین خبره مطرح نه ده بلکه ډیموکراسي وایې چې انسانانو تر منځ هیڅ کوم دین باید نه وي ،  نو که چیري د دین خبره را منځته شي بیا مساوات او همغږيتوب له منځه ځي، او دغه خلک چې ډیموکراسي نه مني ځکه دوی د اشغال او دبهرنیانو وتل غواړي نودا خلک ډیموکراسي نه مني بلکه د ډیموکراسي په مقابل کې ولاړ دي ، نو څنګه به د دوی نظر او خبري ته احترام وکړو ، نو موږ د هغو خلکو په اکثریت باندي فیصله کوو چې هغوئ د اشغال په مقابل کې هیڅ نه وایې او دانظام یې دیو حکومت او ادارې په حیث منلی دی ، او په ډیموکراسي باندي باور لري او هم ورته ژمن دي.
خبریال :  له ځان سره وویل چې شناند صیب نن په حقیقت ویلو راغلی دی مه یې ښوروئ!

خبریال : نو خو بیاهم یو قانوني دولت نشو ځکه اکثریت یې په مقابل کې ولاړ دی او نه غواړي چې نور بهرنیان دلته پاته شي او زموږ په ملي او بین المللي حق باندي لوبې او مسخرې وکړي،  دزعامت ټاکل دافغانانو حق دی او باید د ځان لپاره په ازاده او مصؤنه فضاء کې یو داسي څوک وټاکي چې ددي هیواد اسلامي او ملي منافعو ته په کلکه ژمن وي ،  او هم حق لري چې له خپل هیواد څخه دپرودو لمن ورټوله کړي او خپله له لاسه ورکړې آزادي تر لاسه کړي.

شناند : موږ دهغه اکثریت احترام کوو چې د ډیموکراسۍ د اصولو سره په ټکر کې نه وي ،
ولي دغه خلک ډیموکراسي نه مني او نه یې اصول مني ،  نو دوئ په مثال کې راوړل سهي نه دي بلکي دوئ دیو مشروع نظام په مقابل کې د بغاوت جنډۍ اوچته کړې او باید په مقابل کې یې جدي مبارزه وشي.
خبریال  :  دا خو دمسلمانانو هیواد ده او خلک یې مسلمانان دي او ډیموکراسي کفر ده او هر یو کس چې ځانته مسلمان وایې هغه یې نه مني ، ځکه ډیموکراسي کې د دینونو تر منځ تساوي موجوده ده ،  یعني ټول دینونه یو ډول دي ،  په ډیموکراسي کې دآئمي اصول نشته ،  یوشی نن حلال ده خو ولي سبا بیا حرام ګرځیدلی وي د اکثریت په اساس ،  په ډیموکراسي کې عام انتخابات کیږي چې هر څوک په کي درایې او انتخاب حق لري ،  خو اسلامي شریعت کې دا وړ انتخابات نشته ،  په ډیمو کراسي کې داخبره اصل ده چې له زمانې سره به ځان برابرې دین ته به نه ګورې ،  دا او دیته ورته نور کفریات دي چې مسلمان ته دمنلو وړ نه دي .
او تر ټولو لوی کفر په ډیموکراسي کې هغه د اکثریت خبره ده چې ډیموکراتان اکثریت ته دإله په درجه ګوري څه چې اکثریت سهي کړو هغه سهي او څه چې اکثریت ناروا کړو هغه ناروا دي .

شناند :  بس زموږ جنګ او جګړه له هغه چاسره ده څوک چې ډیموکراسي دنظام او دین په حیث نه مني.

خبريال :  ډیره مننه چې وخت مو راکړ.

شناند:  له تاسو هم مننه چې له موږ سره مو مرکه وکړه  .

                          پای

                                        

مخکینې مطلب

دختیځو ولایاتوعلماء: حکومت دې د کندوز د پیښې سپپناوی وکړي او عاملین دې مجازات کړي

بل مطلب

سیګار: تر راتلونکو ۸۲ کلونو ممکنه نه ده چې د افغانستان ټولو سیمو ته بریښنا ورسیږي

ځانګړي مطالب

ادب

غزل/ انس حقاني 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 8, 2026
ادب

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ادب

د عبیده پلار ته!

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 29, 2025
ادب

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 5, 2025
ادبي ليکنې

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com