د غرب روزل شوي عسکر

راټــولــونــه:مـــحـــمــدي (وردګ)
دنن ورځې دمسلمانو هیوادونو پوځونه په مجموع کی له دین او دیني ارزښتونو ډیر لري ساتل کیږي، په تربیه اونصاب کې یی دین،عقیده،آخرت،اسلامي تاریخ اوداسلام پوځي تاریخ هیڅ ځای نه لري هڅه کیږي چی پوځونه او امنیتي ځواکونه دسیکولریزم(بې دینۍ)په اصولو وروزل شی. ترڅو دهغوي په زړونو کې داسلام لپاره هیڅ ډول مسؤولیت اووفاداري ځای ونه نیسي اوکومه ورځ دخپل مستبد حاکم دقوماندې په ځای شرعي اوامرو او احکامو ته ترجیح ورنکړي.
داسلامی نړۍ پوځونه عملاً داستعماري هیوادونو دپوځي کارپوهانو اواستادانو لخوا په غربی یا روسي نصاب اومعیارونو روزل کیږي اوبیا پوځي افسران دلوړو زده کړو لپاره هماغه استعماري هيوادونو ته استول کیږي چي دهغوي په پوځي پوهنتونونو کې زده کړې وکړی اودپوځی زده کړو تر څنګ یی له هرډول اسلام افکارو اوانګیرنو څخه ماغزه پریمینځل هم تر سره شي.
داسلامی نړی دهیوادونو پوځونه په غربی هیوادونو پوري تړل شوي چې دهغوې له اجازې او مشوري پرته یو اقدام نشی کولي.وسلی،طیاری،پوځي سامان آلات اولوژیسیتکی وسائل دداسی قراردادونو په ترڅ کی دهماغو استعماري هیوادولخوا ورته برابریږی چي په هیڅ ډول باید له هغو څخه داسلام ددفاع لپاره کار وانه خستل شي.
داسلامی نړۍ اوسني عسکري ځواکونه ددی پر ځای چې له هیواد اومقدساتو څخه دفاع وکړي دمجرمینو اومفسدینو مخه ونیسي اودټولني صالح خلک دشریرو اوظالمو خلکوله شر څخه وژغوري ، په خپله دخپلو ولسونو په خلاف جنګیږی دخپل ملت په خلاف دپردیو په غوښتنه عسکري قوت استعمالوي،بمونه پري اوروي زندانونه پري ډکوي او دخپل کور اوکلي پریښودلو ته یی مجبوروي
مسلمان داعیان، داسلام مدافع مجاهدین نیسي داهرڅه ځکه کوی چی دوي دبل چا په لاس، دبل چا په فکر اونصاب اودبل چا داهدافو لپاره روزل شوي دي.
چي ښه مثال یی په افغانستان کې دروسانو تر څنګ دافغاني پوځ دریدل وو. اودادي اوس بیا وینو چي دهماغه پوځ اوملیشو پاتي شوني دامریکایی ځواکونو ترڅنګ دخپل ملت سره په جګړه اخته دی
نو داطبیعي خبره ده چي دمسلمانو ملتونو بااحساسه غیرتي، په دین او آزادۍ مین ځوانان دیو مثبت بدلون په نیت ددغه ډول پوځونو په خلاف په وسلواله مبازه لاس پورې کوي . نو ښایی هغوی ورته بله بدیل لاره ونه لري ځکه چي سیکولر (بی دینه) پوځونه، پردي پالوونکی جنرالان اودپردیو لخوا جوړ شوي حکومتونه اوحاکمان یې دعقل اومنطق خبری ته نه غوږ ږدي اونه یی دخپلو استعماري بادارانو لخوا داوریدلو اجازه لری.



