افغانستان!

لیکونکی: کریم الله جواد.

افغانستان د ستراټیژیک موقعیت، سرشاره طبیعي منابعو، روانو سیندونو، خاصل خیزه ځمکو، روښانه لمر، ښې اب وهوا … په لرلو د ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو لپاره د تمرکز په یوه مرکز بدل شوی دی. له پیړیو ترخو تجربو وروسته نوموړي هیوادونه په دې قانع شوي؛ چې په زور او وحشت سره هيڅ نه شو تر لاسه کولی. اوس یوازینی لاره چې دوی غواړي له دې لارې خپلې ګټې تر لاسه او وساتي؛ هغه د ځوان او راتلونکي نسل د اغفال( غافل کولو) لپاره، د افراط تر حده په لوبو، موډ، فېشن او نفسي خواهشاتو کې مصروفول دي.
په همدې موخه نن غربیان او د هغوی ستراتيژیک همفکره ملګري، لوبو او کرکټ ته دومره هوا او زور ور کوي، چې ډیری ساده هیوادوال فکر کوي، چې زموږ د هیواد او خلکو پرمختګ سوکالي او دِ اسلام خذمت یوازې په همدې کرکټ کې ده. حال دا چې کرکټ یوازې یوه لوبه او ساعتیري ده؛ حتی د کسب او پېشې په ډول یې زده کول هم روا نه دي.
خو نن ځینې ځوانان هغه د کسب او پېشې په ډول زده کوي؛ ټول وخت یې همدغه ته ځانګړی کړی ده، سره ددې چې دغه یوازې یوه لوبه ده، دین، هیواد او خلکو ته یې هیڅ ګټه نه رسیږي؛ یا په نشت حساب ده.
راځئ په علم، صنعت، زراعت، اقتصاد، طب، انجینري … د دفاعي اسلحو په جوړولو کې د غربیانو او نړیوالو سره سيالي وکړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button