(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۱) تېره اوونۍ د اجرائيه رياست مشر ډاکټر عبدالله وويل چې د ترکيې له لومړي وزير بن علي یلدرم سره يې د دوستم د بيا راستنېدو په اړه خبرې کړي او ژر به هېواد ته راستون شي.
خو تازه د اجرائيه رياست وايي، چې هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم د بيرته راستنېدو په خبرو کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی او مذاکرات له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي وايي، د دوستم د بيا راستنېدو خبرې روانې دي خو تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د رحيمي په خبره، د ايشچي مسئلې افغانستان ته د دوستم د بيا راتلو مخه نيولې او د دواړو مسئله بايد حل شي.
شاوخوا يو کال وړاندې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي دعوه وکړه چې د جنرال دوستم له لوري په ناقانونه توګه نيول شول، وهل شوی او جنسي زورول شوی دی چې له هغې وروسته دوستم جلاوطنه دی او په ترکيه کې ژوند کوي.
په تېره موده کې دوستم څو ځلې هېواد ته د بېرته راستنېدو هڅه وکړه خو ونه توانېد.


















