(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غوایی ۲) نن سهار د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د تذکيرو د ويش په يوه مرکز کې د سرتيري بريد له کبله شاوخوا ۳۲ کسان ووژل شول او له پنځوسو زيات ټپيان شول.
د بريد مسئوليت داعش ډلې په غاړه اخيستی او د اعماق اژانس له لوري چې ځان داعش ته منسوبوي يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ويلي چې دغه بريد د دوی د يوه سرتيري بريدګر له لوري شوی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بريد څو شيبې وروسته وويل: چې د کابل بريد طالبانو پورې اړه نه لري.
په ورته وخت کې ولسمشر غني د ټاکنو د نوملیکنې په مرکزونو د کابل او بغلان نني بريدونه غندلي دي.
د ارګ له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼې کې ويل شوي، چې ولسمشر غني دغه بريدونه غندي او تروريستي ډلې دې په دې پوه شي چې د دغه ډول کارونو په ترسره کولو سره د ديموکراتيکو پروسو مخه نه شي نیولی او نه به يې کمزوري کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په يادو پېښو کې له قربانيانو سره خواخوږي او تسليت وړاندې کړی او ټپيانو ته يې د روغتيا غوښتنه کړې.
د يادونې ده، چې په کابل کې له نني بريد څو شيبې وروسته د بغلان ولایت په مرکز پولخمري کې د نومليکنې په يوه مرکز کې چاودنه وشوه چې له کبله يې اووه کسان ووژل شول او له لسو زيات ټپيان شول.


















