کمپیوټر، انټرنېټ او ځیرک موبایلونه اوس د ژوندانه مهمې برخې گرځېدلي، چې ډېری خلک یې آن تر اعتیاده رسولي دي. د شپې تر ناوخته کمپیوټر ته ناست وي، فلمونه گوري، یا په ځیرکو موبایلو کې لوبې کوي او یا هم په ټولنیزو شبکو کې بوخت وي. بې ځایه بحثونه، بې ځایه بنډارونه او په نورو لارو سر شوي وي.
له ډېرو خوب، عبادت، ډوډۍ، د ملگرو سره ناسته ـ پاسته او حتی د ژوند چارې ترې پاتې وي او په برېښنايي وسایلو کې بوخت وي، چې خپل قیمتي وخت یې له ټولنیزو شبکو قربان کړی وي.
دغه وسایل د گټې ډېر زیان لري او ډېری خلک برېښنايي وسایل د اړتیا پرته ډېر کاروي، چې څو کاله وروسته یې په مرگونې ناروغۍ ککړ کړي.
د امریکا په سن فرانسیسکو په ایالتي پوهنتون کې یوه نوې څېړنه وايي، چې د ځیرکو موبایلونو روږدېدا د نشهيي توکو له روږدېدا په شان ده او له نشهيي توکو ډېر زیان اړونکې ده.
په څېړنه کې ویل شوي«په ځیرکو موبایلونو روږدې کېدل د نشهيي توکو په شان دي. د انسان په دماغو کې د نشهيي توکو په شان یوه اړیکه پیداکېږي، چې د خلاصون لاره یې یوازې د درد ضد درمل دي.» خو دغه درمل خوړل هم خپله مرگ ته ښه راغلاست ویل دي.
په څېړنه کې ټولنیزې شبکې د نورو شبکو په پرتله ډېرې گواښونکې گڼل شوي، چې د انسانانو په رواني حالت یې بدې اغېزې کړي دي.
په دغه څېړنه کې د سن فرانسیسکو پوهنتون ۱۳۵محصلان تر څېړنې لاندې نیول شوي او د هغو محصلانو حالت یې د اندېښنې وړ بللی، چې ډېری وخت په ټولنیزو رسنیو کې بوخت وي؛ خو هغه محصلان تر نورو ښه بلل شوي، چې له کمپیوټر، ځیرکو موبایلونو او انټرنېټ ته ډېر نه نږدې کېږي او یا پکې ډېر کم وخت لگوي.
په افغاني ټولنه کې ډېری ځوانان چې د ښوونځیو، پوهنتونونو او د ادارو کارکوونکي دي ډېری وخت په ټولنیزو شبکو کې تېروي، چې خپل ټول کارونه ترې پاتې وي.
ځوانان دې هر څه ته یو مهالوېش جوړ کړي او د ټولنیزو شبکو کې دې خپل فعالیت کم او خپل وخت دې مطالعې او خپلې راتلونکې ته دې ډېر پام وکړي.


















