لیکوال : احمد منصور
دا چې د انتخاباتو د نوم لیکنې پروسه ډېره سسته روانه ده او حکومتي چارواکي یې ډېر زیات اندیښمن کړي، ځکه په میلون هاوو افغانانو کی لا تر اوسه ۶۰۰۰ افغانانو هم خپل نومونه نه دي ثبت کړي، او کومو چی نومونه ثبت کړي هغه خو یا حکومتي چارواکي دي او یا په پیسو اخستل شوي د لارو کوڅو لنډغر دي.
د تیری پنجشنبې په ورځ غني په یو ویډیویي کنفرانس کې د حج او اوقافو رئيس ته هدایت وکړ چې علماء وهڅوي، ترڅو د د جُمعې ورځې په تقاریرو کې خلک نوم ثبتونې ته وهڅوي.
د انتخاباتو د مشروعيت او غير مشروعيت په اړه به څه نه وایو چې بېله موضوع ده، خو له علماؤ څخه د اشرف غني دا غوښتنه چې باید خلک انتخاباتو ته وهڅوي ډېره بې منطقه او د خندا وړ ده، ځکه له یوې خوا يې وژني او له بلې خوا ترې مرسته غواړي.
د نوموړي د ولسمشرۍ په موده کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې نه یوازې حق پرسته علماء کرام د استخباراتي کړیو لخوا ترور شوي او زندانونه ترې ډک شوي، بلکې علمي مرکرونه، مدرسې او مسجدونه هم تر برید لاندې راغلي دي چې د بېلګې په ډول د میدان وردګ، فراه او کندز په ولایتونو کې په مدرسو د وحشیانه بمباريو یادونه کولی شو، چې پکې زيات شمېر دیني علماء، طالبان، او د قرآن تنکي حافظان، شهیدان شول.
دوی له علماؤ څخه د خپل حکومت او انتخاباتو لپاره د مشروعیت فتواوې په داسې حال کې غواړی چې له یوې مخې يې په وژلو او ختمولو بوخت دي، اوس پوښتنه دا ده چې آیا رښتیا به عالمان د غني خبرو ته عملي جامه ور واغوندي؟
د دی سوال په جواب کې به زه صرف دا ووایم چې د غني په خبرو به هغه تش په نوم ملایان عمل وکړي او خلک به نوم ثبتونې ته وهڅوي چی په ډالرو يې خوله بنده کړې وي، د دنیا عیش او عشرت ترې د قیامت ورځ هېره کړې وي او د کفارو دومره احسانات یې په ځان بار کړي وي چې حق باطل او باطل حق بولي.
دا ډول خلک ملایان او علماء نه شو بللی، او د شریعت په رڼا کې ورته د علماء سوء نوم اخلو، چې په افغاني ټولڼه کې هم ورته په کرکه کتل کېږي، درباريان يې بولي او هغه قدر،عزت او احترام نه لري کوم چې زمونږ علماء کرام او مولوي صاحبان يې لري.
هغه علماء چی همیش یی د الله رب العزة په دې امر عمل کړی وي چی فرمایی: ﴿ وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ ﴾ [الانفال: ۳۹]. یعنې او د هغوی سره تر هغو پورې وجنګېږئ تر څوفتنه پاته نه شي او دین ټول د الله لپاره شي.
نو افغان مسلمان ولس هم ورته د قدر په نظر ګوري، عزت يې کوي او هره خبره يې په سر سترګو مني، ځکه دوی علماء حق دي. ګومان نه کوم چې غني به پرې خپلې خبرې ومني ځکه دوی پوهیږی چی عام انتخابات په اسلام کې هیڅ مشروعیت نه لري او د دغو علماوو له جملی څخه اکثره یی اوس د امریکا او د افغان حکومت پر ضد جنګیږی، غني او ترې را تاوو ټولو ګوډاګيانو ته وایم، هسې ځانونه مه ستړي کوئ، د انتخاباتو پروسه دلته زړه شوې او ډیری افغانان څه ښې خاطرې ترې نه لري.


















