(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳) د ننګرهار ولايت په زاوې سيمه حکومتي ځواکونو د داعش پر وړاندې د طالبانو په لومړۍ کرښه بريد کړی او اوس هم جګړه روانه ده.
له سيمې څخه د کابل ټکی کام همکار وايي، چې تېره شپه دولتي ځواکونو په زاوې سيمه کې د داعش په وړاندې د طالبانو لومړۍ کرښې بريدونه وکړل خو زياتوي چې طالبان له خپلو مورچلو بې ځايه شوي و او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړی زياتوي، سهار مهال طالبانو دولتي ځواکونو ته کمين ورکړ چې په ترڅ دوه طالبان ووژل شول او عسکرو ته درنه مرګ ژوبله رسېدلې زياتوي چې دوه ځلې په سيمه کې د مړو او ټپيانو لېږدونکې امبولانس الوتکې ښکته شوي دي.
د سيمې یو تن اوسېدونکي مسلم وزيروال کابل ټکی کام ته وويل، د دولتي ځواکونو له بريدونو سره سم داعش وسله والو هم پر طالبانو بريدونه وکړل خو په وينا يې چې کوم پرمختګ يې نه دی کړی او د طالبانو له لوري ورسره کلک مقاومت شوی دی.
هغه زياته کړه، چې تر دې دمه د درې ملکيانو د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
ويل کېږي، اوس مهال هم په سيمه کې درنه بمباري روانه ده او د افغان ځواکونو سربيره د بهرنيو ځواکونو هوايي ځواک يې هم ملتيا کوي. د زياتې بمبارۍ له کبله ښايي د ملکيانو د وژل کېدو معلومات تغير وکړي.
سربيره پر دې د وزيرو د تنګې خولې پيره خيلو سيمه کې تېره شپه دولتي ځواکونو شپني عمليات پيل کړي چې تر دې دمه يې د يو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي او ځينې کليوال يې له ځان سره بنديان کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې له داعش سره د طالبانو په لومړۍ کرښه دولتي ځواکونه عمليات او بريدونه کوي بلکې تر دې مخکې يې هم ورته ډول عمليات ترسره شوي او د طالبانو په ګډون د داعش پر وړاندې پاڅونکوونکي ولسي خلک يې هم بمبار کړي دي.
څه موده مخکې، په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازو ويلي و چې امريکا په غير مستقيم ډول د داعش پرمختګ ته لاره هواروي او په لوی لاس هغه کسان په نښه کوي چې د داعش پر خلاف يې وسله پورته کړې او د هغوی د بريدونو مخه نيسي.


















