تر غني وروسته د انتخاباتو کمیسون له علماؤ وغوښتل چې خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲)
په داسې حال کې چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ټاکنیزو مرکزونو ته د خلکو ورتګ ورځ تر بلې پیکه کیږي او د خلکو لیوالتیا راتلونکو ټولټاکنو ته مخ پر کمیدو ده، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هیواد له دیني علماؤ غوښتي چې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره دې ولسونه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.
د ټاکنو کمیسیون مشرانو نن په پلازمینه کابل کې له یوشمیر ملایانو غوښتي چې د جمعې په خطبو او نورو ټولنیزو مراسمو کې دې خلک د نوم ثبتونې مرکزونو ته راوبولي.
دا غوښتنه داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني رسماً د هیواد له ټولو علماؤ وغوښتل چې خلک په ټاکنو کې ونډې اخیستلو ته وهڅوي.
باید وویل شي چې د نوم ثبتونې مراکزو ته د خلکو د ورتګ کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راغلې چې دې کار حکومتي چارواکي او سیاسي ګوندونه له وارخطایي سره مخ کړي پداسې حال کې چې ورځ تر بلې دا لړۍ مخ پر پراخیدو ده.
د ملي یووالي د حکومت اجرایه مشر ویلي؛ که د نوم ثبتونې پروسه همداسې پیکه مخته روانه وي ، د راتلونکو ټاکنو مشروعیت به له پوښتنې سره مخ شي.
په یاده پروسه کې د خلکو کمرنګه ګډون د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني اړ کړ ترڅو د انتخاباتو کمیسیون ته حکم وکړي چې د نوم ثبتونې په مرکزونو کې د ثبتیدونکو کسانو شمیرې په ډاګه نه کړي.



