شمالي کوريا: په يوې ترافیکي پېښه کې ۳۲ چينايان مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳) د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د يوې ترافيکې پېښې په ترڅ کې د چین هېواد ۳۲ وګړي وژل شوي دي.
د وزارت وياند لوکانګ رسنيو ته ويلي، پېښه د شمالي کوريا په هوانګای ولايت کې رامنځته شوې ده.
د لوکانګ په خبره، دغه چينايي وګړي شمالي کوريا ته د سیاحت لپاره تللي و زياتوي چې په پېښه کې دوه تنه سخت ټپيان شوي هم دي.
ځايي سرچينې وايي، د چينايي وړو سربيره په دې ترافيکې پېښه کې د شمالي کوريا څلور وګړو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چين او شمالي کوريا تر منځ تجارتي راکړه ورکړه او سياسي اړيکې ښي دي چې له کبله يې د چين هېواد ډیری وګړي دغې هېواد ته د سياحت لپاره ورځي.



