اشرف غني جنرال مراد له دندې ګوښه او پرځای یې د خپل ګارډ قوماندان ټاکلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۳)
له ارګ څخه سرچینو خبر ورکړی چې د ملي یووالي د حکومت د مشر په حکم د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مرادعلي مراد له دندې ګوښه شوی دی .
داسې ویل کیږي چې نوموړي ته د کورنیو چارو په وزارت کې بله څوکۍ منل شوې چې وروسته به ورته معرفي شي.
خو له ارګ څخه نورو سرچینو بیا رسنیو ته په ډاګه کړې چې جنرال مراد ته د کابل د ګارنیزیون ریاست په پام کې نیول شوی چې ویل کیږي نوموړي د اوس لپاره دا غوښتنه رد کړې.
که څه هم ارګ تر اوسه رسماً د د جنرال مراد او د نوموړي د ځای ناستي په اړوند کوم سپیناوی نه دی کړی خو ارګ ته نږدې سرچینې ویلي چې د ولسمشر د ساتونکي ګارډ رئیس اختر ابراهیمي به د جنرال مراد ځای ډک کړي.
مراد تر دې وړاندې د دفاع وزارت د ملي پوځ د عمومي قوماندان په حیث دنده ترسره کوله چې نږدې یوکال وړاندې د اشرف غني په حکم د کورنیو چارو وزارت ته تبدیل شو.
نوموړي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شاوخوا ۳۸ کاله وظیفه ترسره کړې او څو میاشتې وړاندې ورته ولسمشر غني د څلور ستوریز جنرال مډال هم ورکړ.



