مشرانو جرګه: د تذکيرو د ويش پروسه شفافه نه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳) د مشرانو جرګې غړي وايي، په هېواد کې د تذکيرو د ويش روانه پروسه شفافه نه ده او يو کس کولی شي چې په بيلابيلو نومونو څلور پنځه تذکيرې هم ترلاسه کړي.
د مشرانو جرګې غړي فرهاد سخي د جرګې به ننۍ غونډې کې وويل، چې ساتونکي يې د تذکيرو د ويش له بيلابيلو مرکزونو درې تذکيرې اخيستي دي.
دغه راز د جرګې غړې ګلالۍ اکبري هم وويل چې يوه ساتونکي يې په بدلو نومونو درې تذکيرې اخيستي دي او نيوکه کوي چې د تذکيرو د ويش اوسنۍ پروسه کې هرڅوک کولای شي چې ځانته په بدلو نومونو درې او څلور تذکيرې واخلي.
د ګلالۍ په خبره، د تذکيرو د ويش مرکز کې نه بايوميټرک سستم شته، نه د ګوتې نښان اخيستل کېږي، نه د تذکيرو سوابقو ته کتل کېږي غوښتنه يې وکړه چې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره دې دغې ستونزې ته د حل لار پيدا او مخه دې ونيسي.
که څه هم د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې وياند روح الله احمدزی، د تذکيرو د ويش په روانه پروسه کې د مشرانو جرګې د غړو دغه ادعا ردوي وايي “که سناتوران يې په اړه شواهد لري موږ سره دې شريک کړي”خو احمدزي څو ورځې مخکې رسنيو ته ويلي و چې په هېواد کې شل ميليونه وګړو کاغذي تذکيرې ترلاسه کړي چې په ډله کې يې داسې کسان شتون لري چې په يوه ځان يې لس تذکيرې هم اخيستې وي.



