المان افغانستان ته ۱۰۳ ساتونکي ځواکونه رالیږلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۳)

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر هغې طرحې وروسته چې د افغان پوځیانو د روزنې په بهیر کې د دې ځواکونو له خوا پر بهرنیانو د ممکنه حملو د مخنیوي په موخه به د “ساتونکو فرښتو“ په نوم نور ځواکونه افغانستان ته لیږي ترڅو د خپلو نظامي روزونکو ساتنه په ښه توګه وکړي.
تازه د المان هیواد ۱۰۳ عسکر افغانستان ته رالیږلي ترڅو په کندوز او بلخ کې د الماني مشاورینو ساتنه او څارنه وکړي.

دا ځواکونه داسې مهال راځي چې المان په دې وروستیو کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمیر له ۹۸۰ څخه تر ۱۳۰۰ پورې لوړ کړي.

دا پوځیان به د مزارشریف په مرمل او د کندوز په پامیر پوځي اډو کې میشت کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button