ملا محمد عمر مجاهد: د شلم قرن مجدد

عزام حقاني
د الله جل جلاله د قدرت له عجایبو څخه یوه داهم ده چې د هري پیړۍ او هري صدۍ په سر کې یو داسي څوک پیدا کړي چې هغه داسلام او مسلمانانو لپاره سبب د خلاصون له مشکلاتو ، کړاوونو او غمونو وګرځي. یعني د هغو مشکلاتو څخه چې مسلمانان ورڅخه په تکلیف وي له منځه وړونکی او نجات بښوونکی تمام شي او اسلام او مسلمانانو ته دوباره د لاسه تللې خوشحالۍ او سوکالۍ راوړي.
که موږ تاریخ راواړو دا به راته معلومه شي چې الله جل جلاله د دویمې زري په جریان کې په مسلمانانو باندي داسي کس پیرزو کړ د امام رباني مجدد الف ثاني رحمه الله په نوم په هندوستان کې چې هغه وخت کې مسلمانان خاصتا د هندوستان والا له داسي مشکلاتو او غمونو او یو لویې فتنې سره مخ وو چې قریبه وه د مسلمانانو د یو لوی هلاکت سبب ګرځیدلې وه خو الله جل جلاله دالف ثاني رحمه الله په زریعه له دائمي هلاکت څخه وژغورل.
را به شو د خپل وطن حالت ته له نن څخه څولسيزي وړاندي د اسلامي نړۍ په نقشه کې افغانان له داسي یو لوی ناورین او مشکل سره لاس او ګریوان وو چې خلاصون یې نه تر سترګو کیده ، هغه داچې دا هیواد دسرو لښکرو تر مستقیم اشغال او تیري لاندي ؤ.
افغانانو ۱۴ کاله د روسانو تر ظلمونو او وحشتونو لاندي دمرګ او ژوند تر منځ قرار درلود ، خو دالله جل جلاله مهرباني او فضل بیا یو جلا شی دی هغه روسان چې دا پسي ویل کیده چې دیته ماته نه ورکول کیږي او جنګ ورسره کول داسي مثال لري لکه څوک چې له غره سره سر جنګوي چې یوازي له هلاکت نه بل څه نتیجه نه ورکوي .
خو الله جل جلاله همغو ناشکسته روسانو ته دکمزورو او نا وسه افغانانو په لاس داسي غاښ ماتوونکی شکست ورکړ چې تر ابده به یې یاد ساتي .
او شرمیدلې او رسوا له دي خاوري څخه وشړل شول .
خو هغه څه چې افغانانو دهغه لپاره یونیم میلون شهیدان او زخمیان او د شپږ میلونو په شاوخوا کې مهاجر ورکړي په سترګو ونه لیده.
ټولو افغانانو دا فکر کاوه چې د دوئ ارمانونه به ډیر ژر پوره کیږي، دوی به و خپل سپیڅلي هدف ته رسیږي، د کونډو یتیمانو مبارکې او محترمې اوښکې به دسولي، ثبات او اسلامي نظام د رحم او شفقت په نرم او پوست دسمال سره د تل لپاره پاکیږي او وچیږي، او دلته دقرآن او سنت الرسول داصولو په رڼا کې یو سپیڅلی اسلامې نظام قائمیږي ، خو متاسفانه د لنډو ورځو په تیریدو سره د خلکو دا هیلي د نهیلیو په لور تللې ، یو داسي حالت راغی چې افغانان یې هیڅ په خیال کې نه ؤ د کورنیو جنګونه لمن ټول هیواد و غځیده.
هر څه وران شول دا هیواد د داخلي لیوانو په پنجو کې راګیر شو داسې یې ټوټه کړ لکه دکلونو دښمن چې یې ؤ.
د خلکو سره دمال هومره غم نه ؤ، هغه خو په خطر کې ؤ، مګر دسر، ناموس او عیال خطر هر ګړۍ ؤ
ټول افغانان حیران ؤ چې دا څه وړ حال او کیفیت راغی.
که په لنډ ډول ووایو چې افغانان له داسي یو لوی ناورین او غم سره مخ شول چې په تاریخ کې یې مثال ډیر کم پیداکیدی شي،
په یو هیواد کې تر لسګونو زیات حکومتونه چلیدل او ټولو دهیوادوالو په لوټلو او وژلو کې له بل سره سیالي کوله.
خو په دي وخت کې الله جل جلاله بیا افغانان د خپل رحمت مستحقین وبلل او داسي یو څوک یې کې پیدا کړ چې په ډیر لنډ وخت او خالي لاسونو باندي یې دظلم فساد او وحشت لمن ورټوله کړه ، هیواد یې له ملوک الطوایفي څخه خلاص کړ .
له غلو ظالمانو قاتلانو او ټوپکسالارانو څخه یې مظلومو افغانانو ته نجات ورکړ ، او په هغه څه یې ونازول د کوم څه لپاره چې افغانانو پوره دوه لسیزي قربانۍ ورکړې وې.
او ډیر ژر یې د ټوپکسالارانو لمن ورټوله کړه او په هیواد کې یې یو بې مثاله امن او سوله بر قراره کړل.
دا شخصیت آمیرالمؤنین ملامحمد عمر مجاهد وو رحمه الله.
نو امیرالمؤنین ملامحمد عمر مجاهد دشلم قرن مجدد وو چې تاریخ به یې اوصافو ستړی شي او بیابه یې هم خلاص نه کړي.
الله جل جلاله دي په خپل دیدار او جنت الفردوس ونازوي !!
غواړم یو څو جملې خاص دده رحمه الله په شخصیت باندي ولیکم :
ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله هغه باعزمه زړور او مؤمن رهبر وو چې په تشو لاسونو یې د هیواد څخه د ظلم تورتم وحشت او بربریت لمن ورټوله کړه اړ یو داسي نظام یې دالله په مرسته قائم کړ چې نړۍ ته یې داسلام دحاکمیت شکل یو ځل بیاپه عملي شکل وروښود .
امیر المؤنین هغه باتقوی باایمانه او متواضع شخصیت وو چې په توکل محض سره یې د شر او فساد په وړاندي سپیڅلې مبارزه پیل او په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسووله.
عمر مجاهد هغه څوک وو چې مسلمانانو ته یې یو ځل بیا دخلافت او اسلامي نظام خوند ور وڅکه.
مجاهد رحمه الله هغه څوک وو چې په ډیرو کمو او ناچیزه امکاناتو یې ګران هیواد له ملوک الطوایفي او ځانځاني څخه وژغوره.
امیرالمؤمنین هغه څوک وو چې دمسلمانانو تر منځ یې هیره شوې او پریښوول شوې وروري او همکاري را ژوندئ کړه هغه وروري چې یو مسلمان به ځان او عیال وږی پریښووی خو خپل مؤمن ورور او میلمه ته به یې خوراک ورکاوه.
اتل عمر هغه څوک وو چې دښمنان یې هم نن په غیرت ، شجاعت ، حکمت او سیاسي پوهه اعتراف کوي.
مجاهدعمر هغه څوک وو چې مسلمانانو ته یې د اسلام هغه له یاده وتلی شکل او صورت یو ځل بیا وه ښوده چې یو مسلمان به له دمشق څخه دیو مسلمانې خور په چیغه هندوستان ته دمرستې او خلاصون لپاره راته.
آمیرالمؤنین هغه څوک وو چې خپل ټول ژوند یې دالله دین او ددین خدمت ته وقف کړی وو.
مجاهد عمر هغه څوک وو چې خپله خوږه زنده ګې یې دالله جل جلاله تر دین قربان کړه.
مجاهد عمر یوازنی هغه څوک وو په جهادي امیرانو کې چې د ژبې او زړه خبره یې یوه ووه عمل او قول یې سره برابر او یوشانته وو.
امیر المؤمنین هغه انسان وو چې د تاریخ له سټیجه هیر شوی اسلامي خلافت یې یو ځل بیا مسلمانانو او نړیوالو ته وه ښوده.
هو دافغانانو تاریخ که د غلامامو او لاسپوڅو څیرو څخه خالي نه ده ، خو داسي ږنې هم په غیږ کې لري چې لیکوالان او تاریخ پوهان یې له لیکلو عاجزه دي چې څرنګه د دي لویو شخصیتونه ستاینه او یادونه وکړي.
ما لیکوال هیڅ نشوای کولی چې دهغه باعزمه سالار د توصیف الفاظ راټول کړم چې دهغه شان او وقار خلکو ته وښایم یعني داسي الفاظ زما سره نه وو خو بیا دا یو څو ماتې جملې او کرښې مې راجمع کړې څو دخپلې مینې او محبت حال کې بیان کړم کوم چې ما له ده رحمه الله سره درلوده.
الله جل جلاله دي په خپلو لویو انعاماتو ونازوي.
روح یې ښاد او یاد تل ترتله وي.



