(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۴)
د نفوسو احوالو د ثبت اداره وایي چې د کابل په ټولو سیمو کې یې د تذکرو د ویش مرکزونه تړلي.
دوی وایي، دا کار یې وروسته تر هغه وکړ کله چې داعشیانو په دشت برچي سیمه کې د شیعه ګانو اړوند د ثبت نام پر یو مرکز مرګونی برید وکړ چې په کې ۵۷ تنه ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول.
د دې ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي؛ موږ له هغې ورځې خپل مراکز تعطیل کړل، نن به هم بند وي او ښایي سبا بیرته پرانیستل شي.
بل پلو د کونیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي؛ چې د انتخاباتي مراکزو د امنیت ساتنې پر تګلاره بیا نظر کوي او د دې مرکزونو د سمې ساتنې ژمنه یې کړې.
د خلکو کمرنګه ګډون، نا امنۍ او د ولسونو نه لیوالتیا دحکومت اندیښنه راپارولې او هڅه کوي د دې بهیر لپاره پراخ جلبونکي کمپاینونه په لار واچوي.
همداراز دخلکو د نه ګډون له امله حکومت اړ شو ترڅو ټولو دولتي اداراتو ته د مهالویش له لارې یوه اونۍ رخصتي ورکړي ترڅو د نوم ثبتونې مرکزونو کې خپل ځانونه ثبت کړي

















