د پکتیا-پاړه چنار لاره له دریو ورځو راهیسې د سوداګرو پر مخ تړلې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۴)

د پکتیاولایت ځایي چارواکي وایي چې پاکستاني ځواکونو له دریو ورځو راپه دیخوا د ډنډپټان_ کورمې تر منځ ترانزیټي لاره د سوداګرو پرمخ تړلې.

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئيس عبدالنصير عالميار رسنیو ته ویلي ؛ دواړو خواوو ته له سوداګریزو توکو بار لسګونه موټر بند پاتې دي او په وینایې چې که یاده ستونزه ژر حل نه شي سوداګرو ته به لوی مالي زیان واوړي.

مسؤلین وایي؛ په ورځنۍ توګه په هر موټر د دواړو هېوادونو د ټکسونو او موټر چلوونکو د پيسو په ګډون شاوخوا ۶۰۰۰ افغانۍ تاوان کوي چې تر اوسه شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ تاوان یواځې افغان سوداګرو ته اوښتی.

د دوی په خبره؛ د فرضي کرښې هغې غاړې ته ۱۵۰ او دې لوري ته ۱۰۰ په توکو بار سوداګریز موټر ولاړ دي چې دواړو لوریو ته د ګودامونو نشتون زیاتره خوراکي توکي میوې او سبزیجات خراب کړي او سوداګر دا هم نه شي کولی د تورخم له لارې خپل مالونه راوړي ځکه چې د دوی په وینا لګښت او اوښتی زیان یې دوه برابره کیږي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت یاده ستونزه مني او زیاتوي چې یاده ستونزه یې له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې او هغوی به یاده ستونزه له پاکستاني سفارت سره شریکه کړي .
بل پلو د پکتيا والي شميم خان کټوازي او د ملي دفاع وزير ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د ډنډ پټان ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په صفري نقطه انځرکي کنډو کې له تازه جوړو شویو نظامي تاسیساتوڅخه لیدنه کړې .
د دې لیدنې نور جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button