(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۴)
د غزني ځایي چارواکي وایي چې طالبانو د دې ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند دقیاق په دره برید کړی چې یو شمیر محلي پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني د والي ویاند عارف نوري رسنیو ته ویلي؛ د قیاق په دره کې پر میشتو امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې ۴ محلي پولیس (اربکیان) وژل شوي او درۍ نور ټپیان دي.
نوموړي ویلي چې تر څو ساعتیزې جګړې وروسته یې طالبان شاتګ ته اړ کړي.
که څه هم د والي ویاند د پوستو د سقوط په هکله له څه ویلو ډډه کړي خو امنیتي سرچینو رسنیو ته د «فولاد ۳» او یوې بلې پوستې د سقوط خبر منلی دی.
د غزني د والي ویاند ۸ وسلوالو طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتلو خبر هم ورکړی دی.
بل پلو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې برید کې یې ۱۳ محلي پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې همداراز یې د دو پوستو او ګڼو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په یاده دره کې دوه پوستې طالبانو نیولې وې او د مرګ ژوبلې د اړولو سربیره یې ګڼ مهمات له ځانه سره وړي و.


















