پوهنې وزارت: ښوونځيو کې د نومليکنې مرکزونو پر جوړولو اندېښنه وښوده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۴) د پوهنې وزارت په ښوونځيو کې د ټاکنو لپاره د نومليکنې د مرکزونو په پرانيستلو اندېښنه څرګندوي وايي چې له دې سره د ښوونې کارکوونکي له ګواښ سره مخ کېدلی شي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل وايي، دوی ځکه اندېښمن دي چې د ټاکنو د مرکزونو له کبله په ښوونځيو کې د ښوونې بهير ټکنی شوی، د وزارت کارکوونکي، ښوونکي او زده کوونکي له خطر سره مخ کېدلی شي.

د حقمل په خبره، دغه ستونزه يې د ټاکنو کمېسيون او امنيتي ادارو سره شريکه کړې او د دواړو غاړو تر منځ هوکړه شوې چې د نومليکنې او رايې ورکولو پر مهال به د زده کوونکو ښوونې ته پاملرنه کېږي او د پوهنې وزارت د کارکوونکو امنیت به خوندي کېږي.

نوموړی وايي، چې ولسمشر امنيتي ادارو ته امر کړی چې په ښوونځيو کې د ټاکنو د نومليکنې مرکزونو د ساتنې لپاره امنيتي ځواکونه ډېر کړي.

په وروستيو کې د نومليکنې په يوشمير مرکزونو بريدونه وشول چې له کبله يې د نومليکنې او پېژندپاڼو مرکزونو ته د خلکو په ورتګ کې کموالی راغلی دی.

تر دې مخکې هم د ولسي جرګې يو شمير غړو او ځينې سياستوالو د نومليکنې د ويش پر بهير نيوکې کولې چې ډېر کم خلک پکې ګډون کوي خو له وروستيو بریدونو وروسته د نومليکنې ګډونوال کم شوي او ډېر کم خلک دغې مرکزونو ته ورتګ کوي.

د کابل په ګډون د يو شمير ولايتونو اوسېدونکي وايي، چې په ښوونځيو کې د رايې ورکولو مرکزونو ته د ګواښ له کبله يې خپل بچي ښوونځيو ته له ورتګه منع کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button