تبصره
اشرف غني د جمهوري رياست لپاره په خپل کمپاين کې له ولس سره په هېواد کې د تلپاتي امن، اقتصاد، ښوونې او روزنې، روغتيا او… نورو غوړو وعدو تر څنګ دا وعده هم کړې وه چې که واک یې ترلاسه کړ په بشپړه توګه به له حکومته د فساد نوغي کاږي. د خپل حکومت په لومړيو کې یې پر ستره محکه ګوته لکه کړه، ویې ويل ستره محکمه له فساده ډکه محکمه ده.
افغان ولس ترې څو ورځې په دې خوښ ؤ چې له حکومته فساد وباسي، نورې برخې به پخپله سمون خوري. خو همغه يوه ورځ وه چې اشرف غني یې يواځې په وينا اکتفا وکړه په عمل کې یې هيڅ ونه کړل. له سترې محکمې نيولې تر ولاياتو او ولسواليو پورې، په حکومت کې فساد روان دی او آن ولسوالان هم په پيسو مقررېږي.
تېره ورځ (۴ ثور، ۱۳۹۷) اشرف غني له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې په څلورم کلني کنفرانس کې اعتراف وکړ چې فساد اوس هم په ټولو ادارو کې موجود دى او د فساد د له منځه وړلو لپاره جدي اراده لري، خو په دې برخه کې شوي اقدامات بسنه نه کوي.
همدارنګه پر افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د جدي انتقادونو په دوام، پخپله اشرف غني دا مني چې ترسره شوي اقدامات د قناعت وړ نه دي، او اوس هم په حکومت کې په لوړه کچه هر ډول فساد موجود دى.
اشرف غني په هره غونډه کې وايي چې د فساد د کنټرول لپاره اوږد مزل پاتې دى. په دې وينا یې تراوسه پورې ولس ته دوکه ورکړې. حال دا چې همدې اوږد مزل ته اشرف غني پخپله رسېدل نه غواړي.
په يوه حکومت کې چې د ولسي جرګې غړي په فساد کې ککړ وي، هغه حکومت ته به څرنګه قانوني او مشروع حکومت وويل شي؟ موجوده حکومت ته چې نامشروع حکومت ويل کېږي، پر ځاى وينا ده، او مشروعيت یې هم ناسمې حکومتولۍ له منځه وړی دى.
موجوده حکومت د اداري فساد د له مينځه وړلو لپاره اداره جوړه کړه، خو د لږ وخت په تېرېدو سره همغه د فساد پر ضد اداره پخپله په فساد کې ککړه شوه. ځکه اوس اشرف غني په غونډو کې اعتراف کوي چې حکومت یې په فساد کې ککړ دى.

تېره ورځ اشرف غني وويل د ولسي جرګې يو شمېر غړي په فساد کې ښکېل دي. د اشرف غني خبره سمه ده، ځکه له فساده ډک حکومت کې به لازماً ولسي جرګه او له هغې وروسته ټولې ادارې، له کابل مرکزه نيولې تر ولاياتو او ولسواليو پورې، په فساد کې ښکېلې وي.
په افغانستان کې هر ډول نظامونه جوړ او ړنګ شول، خو تراوسه په نړيواله کچه افغانستان له فساده ډک هېواد نه و ياد شوی. همدا اوسنی او تېر حکومت دی چې په نړيواله کچه یې د افغانانو اعتبار ته تاوان ورساوه. که همدا حال وي، وروسته له دې به هم افغانستان بې اعتباره پاتې وي.
د تيرې ورځې په غونده کې، چې د فساد د له منځه وړلو په موخه په کابل کې جوړه شوې وه، د فساد د ارزونې لپاره د امریکا سرمفتش، جان سوپکو، هم ګډون کړی و. هغه ته هم په افغانستان کې له فساده د ډک حکومت څېره ښکاره شوه. او پر دې هغه هم پوه شو چې له افغانستانه د فساد په اړه کوم راپورونه ورکول کېږي، هغه په واقعيت سره ولاړ دي، او افغان حکومت له وزارتونو نيولې تر ماموريتونو پورې په فساد کې ښکېل حکومت دى؛ که د فساد پر ضد ادارې جوړې کړل شي، هغه به هم په فساد کې ککړې وي.


















