د کابل په “ده افغانانو” سيمه کې غبرګې چاودنې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۵) نږدې يو ساعت مخکې د کابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند په “ده افغانانو” سيمه کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې له کبله يې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوليس وايي، دغه چاودنې د پوليسو د پوستې تر څنګ د مقناطيسي بمونو په واسطه شوي دي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش د پېښې پخلی کړی وايي، په دې چاودنو کې يو پوليس ټپي شوی خو روغتيايي مسئولينو ويلي د پېښې له ځایه درې ټپيان وروړل شوي دي.

عيني شاهدانو ويلي، چاودنې د لاسي بمونو د غورځېدو له کبله رامنځته شوي چې پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې دمه د تلفاتو کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي ښايي تغير وکړي.

تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button