له آرچی تر برچي، د افغان ولس بچي
آصف الله آصفی
پر افغان ولس دوه دښمنان مسلط شوي او په نا اعلان شوې جګړه کې ورسره لاس او ګرېوان دي. او دا د افغان ولس لپاره کومه نوې خبره هم ځکه نده چې دغه ملت له پیړیو راهیسې د کینه کښو دښمنانو سره تل لاس او ګریوان پاتی شوی؛ له چنګیزه تر انګریزه او له انګریزه تر قطبي خرسه (روس) او بالآخره نن له امریکا تر داعشه او تالي څټي دولته.
له پیړیو راهسې دا بېوزله او مظلوم ملت د دغو ناترسو دښمنانو له لاسه د خونړیو جنګونو په اور کی سوځي، کورنه یي ورانیږي، ځوانان یی د شهادت جامونه څښي، میندی یې بوري، میرمنی یې کونډي بچی یي یتیمان کیږي او خپلوان او دوستان یی د ویر او ماتم په ټغیر کینی.
یادو دښمنانو تل د دغه ستر ملت بچي وژلي، په دوی کی یی د ژبې او قشر توپیر ته هیڅکله ندی کتلی، که پښتون په ګوتو ورغلی هغه یی وژلی، که تاجک په ګوتو ورغلی هغه یی هم له تیغه تیر کړی او که هزاره په لاس ورغلی هغه یی هم په خپلو وینو کی لمبولی او که ازبک او ترکمن باندی یی لاس بر شوی پر هغه یی هم صرفه نده کړی، دا ټول یی د افغان په نامه وژلی.
د امریکا او داعش دا اوسنۍ بېدریغه وژنې هم د پخوانیو وژنو تسلسل او کړکۍ ده، نو ځکه دې ته کومې نوې او تازه پیښې نشو ویلای، د افغان وژنې لړۍ له ډير پخوا پیل شوي، روانه ده او روانه به وي، لامل یې دادی چې دا ملت زړور ملت دی، نړۍ ترې هسې په هسې هم په خوب کې هم ویره لری، کانونه یې له سرو او سپینو ډک دی، اوبه یې جنتي اوبو ته ورته دی، آب او هوا یې مستثنی غوره والی لري، هیواد یې له عجایبو ډک دی، تاریخ یې د اتلولۍ ګواهي ورکوي، پر هندي او ایراني خاوره یې هم حکومت کړي، شرق او غرب ترې په ویره کې شپې تیرې کړي، انګریزان یواځې همدې ملت په ګونډو کړي، روسان یواځې همدې ملت په ګونډو کړي، نن سبا امریکایان هم همدې ملت په غښتلیو مټو د ګوڼدو کیدو په درشل کې دي.
خو نن سبا دوه ډارن دښمنان امریکا او داعش او د غني لاسپوڅي دولت د افغان وژنی شریکه پروژه پر مخ بیایی، امریکا او داعش د یوه مخ دوه څیرې دي، امریکا که دغه ملت په آرچی کې په دی نامه وژني چی پښتانه او دیني عالمان دي خو له بل پلو نه په دشت برچی کې یې بیا د امریکا پروژه داعش پدی نامه وژنی چې شیعه توکمي هزاره دی، ناترسه دښمن د افغان ملت د وژنو لپاره دا قشرونه سره یو بل ته سپارلي او په هغه او دغه بهانو یې وژلو ته دوام ورکوي، خو دوی دی وپوهیږي چې دا غښتلی ملت هیڅوک په وژلو نه ختمولی شي او نه یی تسلیمولی شی او نه یی ډارولی شی.
له آرچی نه تر برچی ټول د افغان ولس بچي دی، وخت به راشي د افغان ملت دا بچي به خپل غچ ښه په نره له خپل دوه مخی دښمن او له ګوډاګیانو څخه یې واخلي. وما ذلک علی الله بعزیز


