ننګرهار: د بهسودو ولسوالۍ جنایي آمر د ماین په چاودنه کې وژل شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۰)

د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی رسنیو ته ویلي، چې نن سهار وختي د بهسودو ولسوالۍ په شهرا چوک کې دوه غبرګې چاودنې شوې چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.
خوږیاڼی وایي چې په دې چاودنه کې یو سرتیری وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.
نوموړی وایي چې په چاودنه کې یو پولیس او درۍ ملکیان ټپیان دي.
خو د یادې ولسوالۍ یوه چارواکي چې دنوم له څرګندولو یې ډډه کوله وویل، چې په دې چاودنه کې د بهسودو ولسوالۍ د جنایي آمر هم وژل شوی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل رسنیو ته ویلي چې د جلال اباد سیمه ییز روغتون ته د یوه سرتېري جسد او څلور ټپيان وروړل شوي، چې په خبره یې د یوه ټپي حالت نازک دی.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې ددې برید مسؤلیت نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button