(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان سرتيري بريد بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي رئیس قسیم افغان وايي، دغه بريد نن غرمه د يوولس نيمو بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مربوط په عبدالله کلي کې پر بهرنيانو ترسره شوی دی.
ويل کېږي، له برید وروسته بهرنیانو ډزې کړې دي چې له امله یې يو شمير ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د رومانیا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي، مرسیا دوشا، د Antena 3 په نوم رومانیایي ټلوېزون ته ویلي چې د کندهار د دامان ولسوالۍ په سرتېري برید کې ۸ رومانیايي عسکر ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره، د ټپیانو حالت “د ډاډ وړ” دی.
دوشا زیاته کړې، رومانیايي عسکرد ګزمې په حالت کې له برید سره مخ شول.
تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.


















