ننګرهاري روغتیاپالان: حاکمې مافیایي کړۍ د وسلوالو په نوم ورڅخه باج اخلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۱)
د ننګرهار ولایت روغتیاپالانو، درمل پلورونکو او د روغتیا د برخې تولو کارمندانو تیره ورځ په دې ولایت کې ډاکټرانو ته د متوجه امنیتي ګواښونو له امله یو ځل بیا کاربندیز اعلان کړ.
دوی ویل، چې حکومت یې د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی او دوی نه شي کولی خپلې دندې ته په ډاډه زړه ادامه ورکړي.
روغتیاپالانو ویل، چې وسلوالې مافیایي کړۍ یې ژوند ګواښي او په یوه او بل نوم ترې د باج اخیستلو غوښتنه کوي.
اعتراض کوونکو که څه هم د مشخصو چارواکو نوم یاد نه کړ خو ويل یې چې “ په جلال اباد کې حاکمي مافیايي کړۍ ترې د وسله والو په نوم باج اخلي او د نه ورکړې پر مهال یې ژوند ګواښي“
د ننګرهار د ډاکترانو د ټولنې مشر ډاکتر نوروز شينواري رسنیو ته وویل؛ هره ورځ لږ تر لږه دوو ډاکترانو يا روغتيايي کارکوونکو ته د وسله والو له لوري ګواښ کېږي او هغوی مجبور دي تر څو د باج اخیستونکو غوښتنې پوره کړي.
نوموړی زیاتوي؛ په دې لړ کې تر اوسه ۷ ډاکټران وژل شوي او ګڼ نور تر ګواښونو لاندې دي.
روغتیاپالان وایي؛ ترهغو به یې کاري اعتصاب روان وي تر څو یې امنیتي چارواکو د امنیت ساتنې ټینګه ژمنه نه وي ورکړې.
خو د ننګرهار چارواکي بیا یاده ستونزه دومره جدي نه بولي او زیاتوي چې په نږدې موده کې د ډاکټرانو پر وړاندې هیڅ کومه پیښه نه ده ثبت شوې.
دا دوهم ځل دی چې د دې ولایت روغتیایی کارکونکي د مافیایي کړیو د مخ ګواښونو له امله پر اعتراض لاس پورې کوي تر دې څو میاشتې وړاندې هم یادو ډاکټرانو ورته کاربندیز اعلان کړی و چې د دولت له خوا تر ژمنو وروسته یې بیرته مات کړ.



