ټرمب چې ووژل شي هغه هم شهید دی!!!

لیکوال: محمد زبیر هاشمي

په دې ځني خلکو کې عجیبه انصاف دی هغه چاته دشهید پاک نوم ورکوي چې تل يې داسلام د دښمنانو په امر دمعصومو افغانانو وینې بې دریغه تویې کړي دي .
ایا داسي یو قاتل چې بې شمیره افغانان یې ژوندي تر خاورو لاندی کړی وي او په سزا ورسیږي بیا به هم شهید وی ؟
چا چې د مؤمن ولس بچي د کمونزم او سیکولرزم نظریې لپاره وژلي دي، داسي غدار او د اسلامي نظریې څخه منحرف، ملحدینوته وفادار چې ووژل شي بیا دا هم شهید دی ؟
هڅکله شهید نشي کیدلی!
داسی کس دې خپل قبر کمونستانو یا سیکولرستانو سره وګوري او یا دعبدالله ابن سلول منافق سره خپل قبر وګوري.
دشهید پاک نوم باید په داسي خلکو کېنښودل شي .
شهید هغه چاته ویل کیږي چې د الله تعالی په لار کې وژل شوی وي
شهید ته ځکه شهید وايي چې ده لپاره دجنت شهادت (ګواهي) ورکړی شویده ، چې هغه یقینا جنتي دی.
شهید ته ځکه شهید وايي چې د ده روح جنت کې شاهد یعنی حاضر شي او د نورو خلکو روحونه به دقیامت په ورځ جنت کې حاضریږي .
نضر بن شمیل رحمة الله علیه فرمایې: شهید مانا د شاهد دی او د شاهد مطلب دادی چې جنت کې حاضریدونکی، علامه قرطبی رحمة الله علیه فرمایلي دي چې همدا قول صحیح دی (التذکره للقرطبی)
شهید ته ځکه شهید وايي چې فرشتې دده خواته حاضریږي.
ابن انباري رحمة الله علیه فرمايي چې الله تعالی او فرشتې شهيد لپاره ګواهي ورکوی په دې وجه ورته شهید وايي.
شهید ته ځکه شهید وايي چې دده د روح وتلو په وخت کې دشهید اجر او مقام د ده نه وړاندی حاضرولی شي .
شهید ته ځکه شهید وايي چې درحمت فرشتې دشهید روح قبض کولو لپاره حاضریږي .
شهید ته ځکه شهید وايي چې ده سره یو شاهد (ګواه) وي چې هغه د ده دشهادت ګواهي ورکوي هغه دده وینه ده.
ګرانو هیوادوالو هغه چاته شهید مه وايي چې د کفر په چوپر کې وژل شي. او ټول عمر یی د روسانو غلامۍ کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button