هلمند : پر جومات د بمبارۍ په نتیجه کې ۲۴ ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۱)

له هلمند څخه راپورونه وایي چې تیر ماښام د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند کوپکه سیمه کې پر یوه جومات داسې مهال برید کړی چې لسګونه کلیوال د ماښام لمانځه ته راټول شوي و.
سیمیزې سرچینې وایي، په برید کې ۸ تنه کلیوال وګړي چې پر لمانځه ولاړ و، وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
دولتي چارواکو او د ایساف ځواکونو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی، خو په تیر کې یې ورته بریدونو کې په نښه شوي کسان وسلوالو طالبانو ته منسوبول.
طالبانو برید یو جنایت بللی او ویلي یې دي
“امریکايي اشغالګر او غلامان يې د هیواد په مختلفو سیمو کې هره ورځ په دا ډول جنایاتو بوخت دي. “
دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي خلکو د تجمع پر ځایونو،جوماتونو،ښوونځیو او مدارسو ورته هدفي بریدونه کیږي تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته پیښې شوې چې وروستۍ هغه یې په کندوز کې د دستار بندۍ پر غونډه برید و ،چې لسګونه ماشومان او ولسي وګړي په کې ووژل شول او دولتي چارواکو یې دمسؤلیت منلو ترڅنګ ټول په نښه شوي ولسي وګړي وسلوال طالبان بللي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button