د ننګرهار د ولايتي شورا پر يوه غړي د ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۱) د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا پر غړي افتخار مومند د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې له کبله يې نوموړی سخت ټپي دی او د هغه يو ساتونکی ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، افتخار مومند د کامې ولسوالۍ په ترۍ سيمه کې په خپل موټر کې سفر کاوه چې چاودنې پرې وشوه.
پېښه نن سهار د لس بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د خوګياڼي په خبره، په دې چاودنه کې پخپله افتخار مومند او دوه ساتونکي يې سخت ټپيان دي او يو ساتونکی يې وژل شوی دی.
تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



