سیګار: د افغان ځواکونو شمېر کابو ۱۱ سلنه راټیټ شوی دی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو څارونکې ادارې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر نږدې ۱۱ سلنه راټيټ شوی دی.

په رپورټ کې، چې پرون دوشنبه (۳۰ اپرېل) خپور شوی، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) ویلي، د روان ۲۰۱۸ز کال د جنورې میاشتې تر پایه د افغان امیتي او دفاعي ځواکونو، چې له اردو، هوايي ځواک او پولیسو عبارت دي، ټول شمېر کابو ۲۹۶۴۰۰ پرسونل وو. په دې سره د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله د ځواکونو په شمېر کې ۱۰،۶ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، ”د افغان امنیتي ځواکونو په پښو درول او جوړول د د امریکا او زموږ د نړیوالو متحدینو ستر لومړیتوب دی. خو د افغان ځواکونو د ځواک او شمېر کمېدل د اندېښنې وړ خبره ده.“

سیګار ویلي چې دا معلومات له تېرو ۶ میاشتو راهیسې پټ ساتل شوي وو.

د سیګار په خبره، د امریکا پوځ اوس هم هغه مهم معلومات د عامو خلکو له سترګو پټ ساتي او د خپرېدو اجازه یې نه ورکوي چې په ۱۷ کلنه اوږده جګړه کې د امریکا پرمختګ ترې معلومېدای شي.

یادې څارونکې ډلې ویلي چې د افغان ځواکونو تلفات، د هغوی د کړنو او عملیاتو ارزونې او د اردو او پولیسو د تجهیزاتو د چمتووالي رپورټونه هغه څه دي چې تراوسه هم پټ ساتل کېږي.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو سیګار ته ویلي چې زیاتره معلومات د افغان حکومت په خوښه له عامو خلکو پټ ساتل شوي دي.

د سیګار راپور داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان امنیتي وضعیت په چټکۍ د خرابوالي په لور روان دی.

امریکا له ۲۰۰۱ز کال راهیسې هڅه کوي چې افغان ځواکونه له طالبانو د خاورې د دفاع او ساتنې جوګه کړي، او همدې موخې ته یې د رسېدلو لپاره د افغان ځواکونو پر تجهیز او روزنه نږدې ۷۶ میلیارده ډالر لګولي دي.

د تېر ۲۰۱۷ زېږدیز کال په اګست میاشت کې د نوې سټراټیژۍ تر اعلان وروسته، امریکا څو زره نور امریکايي عسکر د افغان ځوکونو د روزنې، سلا او مرستې لپاره افغانستان ته رالېږلي دي.

خو د امریکايي استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا له پراخو لګښتونو، روزنې او مرستې سره سره، د افغان ځواکونو لوی اکثریت له طالبانو سره پخپله جګړه نه شي کولای او د سیمو په بېرته نیولو کې پاتې راغلي دي.

د سیګار ادارې په ګډون ګڼو پوځي کارپوهانو په وار وار ویلي چې امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې، له میلیاردونو ډالره لګښت کولو سره سره، د یو داسې افغان پوځ په جوړولو نه ده توانېدلې چې له بهرنیانو او هوايي مرستې پرته پخپله جګړه پر مخ بوځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button