د احمد شاه ”نامعلوم“ قاتلان څوک دي؟

نصیب ځدراڼ

پرون مازدیګر په خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه خان د ناپیژندل شویو کسانو له طرفه ووژل شو. احمد شاه د برتانوي خبري ادارې بي بي سي سره کار کاوه. طالبانو په دي پیښه کې لاس لرل رد کړل او ذبیح الله مجاهد د احمد شاه په مرګ خواشینې څرګنده کړه او هغه یې یو ”ښه مسلکي“ خبریال یاد کړ.

د احمد شاه ملګری او فیسبوک فعال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ”څو ورځې مخکې مې احمدشاه د خوست ولایت مېلمستون ودانۍ کې ولید، په چمن کې سره ناست وو، نایل او تسل هم وو، هغې ورځو کې خوست کې د کمپاین په نوم ځواکونو په نادرشاه کوټ کې عام خلک شهیدان کړي وو، بي بي سي د کمپاین ځواکونو کړنو باندې راپور جوړ کړی وو. ماته یې ویل چې ستومانه لکه چې مرګ مې نږدې شو او له کمپاین ځواکونو سخت ويرېږم. ما ډاډ ورکړ چې څه تا خو راپور ندی جوړ کړی، مرکز کې یې خپله تیار کړی دی.“

د احمد شاه خان د جنازې مراسم

احمد شاه خان څو اونۍ وړاندي د کمپاین په نوم ځواکونو د جنایتونو دوه راپورونه رسنیز کړل. یو راپور چې عنوان یې ”خوست کې د ناندرییز کمپاین ځواک په وړاندي د حکومت چوپتیا“ و چې د خوست بټۍ سیمه کې د کمپاین عسکرو د ۵ وروڼو په شمول د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي وو، خو دولتي چارواکو په خپلو خبرو کې د کمپاین د عسکرو په وړاندي خپله بې وسي ښودلې وه. دویم راپور په نادر شاه کوټ کې په یوه کور د عملیاتو وو چې د درېو ښځینوو په شمول د یوه کور پنځه غړي د کمپاین عسکرو په خپل کور کې وژلي وو. له دي مخکې کومې نړیوالې رسنۍ د کمپاین د ځانګړي ځواک په اړه کوم معلومات له خلکو سره نه وو شریک کړي. د بې بې سې د دي راپور ورسته خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د کمپاین په عسکرو نیوکې وکړي او خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ او د پکتیا ولایت وزې ولسوالۍ ګرده څیړۍ سیمه کې د کمپاین د ځواکونو پر ضد خلکو قهرجن لاریونونه هم وکړل.

باید و وایو چې احمد شاه د دي راپور قرباني شو په کوم کې چې احمد شاه د کمپاین د ځواکونو جنایتونو په اول ځل د نړیوالو رسنیو سره شریک کړي وو.

د کمپاین عسکر هغه ځانګړی ځواک دی چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې میشت دي. او د امریکایي ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي، افغان دولت کنټرول نه ورباندي لري او قومانده، اسلحه او معاش مستقیماً د امریکایانو له طرفه ورکول کیږي. د کمپاین عسکر په هدفي وژنو او په کورونو کې د ملکیانو په وژلو تورن دي. خو د دوی د خپلو عملیاتو په اړه د افغانستان او نړیوالو رسنیو سره هیڅ کله معلومات نه دي شریک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button