واشنګټن پوسټ: ټرمپ د افغان جګړې ختمولو لپاره چمتووالی نيسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۱) د امريکا څخه خپرېدونکې واشنګټن پوست ورځپاڼې په يوه مطلب کې ليکلي چې ټرمپ غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د امريکا د مشرانو جرګې غړي رنډ پاول ويلي، چې ټرمپ ورته په خصوصي خبرو کې وويل چې له افغانستانه د خپلو پوځيانو پر ويستلو غور کوي.

د پاول په خبره، د امريکا ولسمشر ټرمپ افغانستان ته په اشاره وويل: (په عمومي ډول غواړي له دې دوزخ څخه ځانونه وباسي).

د پاول په باور، دی فکر کوي ولسمشر ټرمپ غواړي له دې وروسته د افغانستان شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ولسمشر ټرمپ په دې خبره کې څومره جدي دی، نوموړي ولسمشرۍ ته د کاندېدو پر مهال ويلي و که ولسمشر شي له افغانستانه به ټول امريکايي پوځيان وباسي.

خو له ولسمشرۍ وروسته د ټرمپ دريز په ناڅاپي ډول بدل شو او افغانستان ته يې د نورو پوځيانو د راستولو پريکړه وکړه.

اوس مهال په افغانستان کې شاخوا اوولس زره امريکايي پوځيان ميشت دي چې د افغان ځواکونو د روزنې، سلا مشورو ورکولو سربيره وخت ناوخت له هغوی سره په شپنيو چاپو، عملياتو او هوايي بريدونو کې برخه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button