(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۲)
د ملي یووالي حکومت د هغو خبریالانو ځامنو ته چې د کابل د تیرې دوشنبې ورځې په برید کې ووژل شول، د تحصیلي بورسونو د ورکړې ژمنه کړې.
د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي؛ د هغو خبریالانو ځامنو ته چې د داعش ډلې د تروریستي برید ښکار شول، په بهرنیو هیوادونو کې د درس زمینه برابروو او سملاسي یې بهر ته د زدکړو له پاره لیږو.
دا په داسې حال کې ده چې د وژل شويو خبریالانو له ډلې یواځې دوه تنو کوچني ماشومان درلودل او نور ټول مجرد ؤ.
د کابل په شش درک سیمه کې د وروستي خونړي برید په نتیجه کې چې تر ۳۰ زیات کسان په کې ووژل شول ۹ یې خبریالان و ،چې حکومت یې بهر ته د ځامنو د استولو سملاسي پریکړه کړې.
د خبریالانو له ډلې
۱ غازی رسولي مجرد
۲ یار محمد توخي- مجرد
۳- نوروز رجبي- چې تازه یې واده کړی و.
۴- محرم درانی- مجرد
۵- سلیم تلاش- مجرد
۶- سباوون کاکر- د یو کلن ماشوم پلار
۷- عبادالله حنانزی- مجرد
۸- علی سلیمي- مجرد
۹-شاه مری فیضی چې بچیان یې شته خو معلول دي.
د حکومت دې پریکړې په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه راپارولي او هغه یې خبریالانو او د هغوی کورنیو ته یو ډول سپکاوی بللی دی.
بل پلو نن د مې درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ نن په داسې حال کې په کابل کې ولمانځل شوه چې په تیره یوه اونۍ کې یوولس خبریالانو په کابل، خوست او کندهار ولایتونو کې، د مختلفو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ
اجرایه رئیس له خبریالانو وغوښتل چې خپل فکري سنګر دې نه پریږدي او لا دې خپل کار ته په پوره متانت سره مټې را بډ وهي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مرستیال صدیقالله توحیدي بیا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې یواځې په غندنه دې اکتفا نه کوي او د خبریالانو ژوند ته دې پوره توجه وکړي.


















