نبیل: د دندې په وخت کې د داعش ډلې په ګټه د تبلیغاتو دنده راکړل شوې وه

هغه چا چې په ۲۰۱۴ کې یو میلیون افغانانو ته د کار پیدا کولو ژمنې کړې وې،  هغوی اوس د تابوتونو د ګرم بازار مالکین دي چې په خبره یې یو رنګ شوی تابوت په ۹۵۰ او بې رنګه په ۶۵۰ افغانۍ پلوري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۲)

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کابل په مختلفو سیمو کې د داعش ډلې ګڼ خونړي بریدونه وکړل،  تازه  د طلوع تلویزیون خبریالې انیسه شهید د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل له قوله ویلي چې د ملي یووالي حکومت ترې د نوموړي د دندې پر مهال د داعش ډلې په ګټه د تبلیغاتو  او د دې ډلې د قوي ښودلو غوښتنه کړې وه.
نوموړی وایي

“ کله چې د ملي امنیت رئیس وم،  حکومت په رسمي توګه له دې ارګان څخه وغوښتل چې د داعش ډلې د ځواکمن او قوي ښوودلو لپاره کار وکړم“

نبیل د داعش ډلې بریدونو او په حکومتي کچه یې ملاتړ   ته په اشارې سره ویلي ؛  هغه چا چې په ۲۰۱۴ کې یو میلیون افغانانو ته د کار پیدا کولو ژمنې کړې وې،  هغوی اوس د تابوتونو د ګرم بازار مالکین دي چې په خبره یې یو رنګ شوی تابوت په ۹۵۰ او بې رنګه په ۶۵۰ افغانۍ پلوري.
تر اوسه حکومتي چارواکو د نبیل د څرګندونو په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی،  خو په تیر کې ګڼو سیاسي مشرانو، د ولسي جرګې غړو او ولسي خلکو ویلي چې حکومتي چارواکي د داعش ډلې په ګټه د تبلیغاتو او امریکایان یې د مهماتو په رسولو کې سنبولیک رول لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button